د سرپُل د سنچارک ولسوال نقیبالله دقیق سلاموطندار ته وايي، دې ولسوالۍ کې د نښتو زیاتېدو په دلیل، «مسجدسبز» او «توپخانه» سیمو څخه ۱۰ زره کورنۍ «شوليکم» او د سرپُل مرکز ته کډه شوي چې د سړکونو څنګ ته بد وضعیت کې ژوند کوي.
د سنچارک ولسوال په وینا، دا وخت شاوخوا ۱۰۰۰ طالب وسلهوال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي د دې ولسوالۍ د مرکز تکزار نیولو په موخه د دې ولسوالۍ یو شمېر برخو کې حضور لري.
د ده په خبره، د دې ولسوالۍ ۲۰۰ محلي پولیس هم په مسجدسبز کلي کې د طالبانو له لوري محاصره شويدي.
ښاغلی دقیق زیاتوي چې طالبجنګیالیو کجوا سیمه کې د محلي پولیسو یوې پوستې ته اور ورته کړی او د څو نورو کلیو لارو کې یې ماینونه خښ کړي چې د تګ ـ راتګ پرمخ تړل شوېدي.
د سرپُل د ولایتي شورا غړی اسدالله خُرم سلاموطندار ته د سنچارک عملیات بېګټې وبلل او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو او د لوا قوماندانۍ د پوځي عملیاتو په کولو سره د سیمې اوسېدونکیو ته زیان واړولو.
دی خبرداری وکوي، کهچېرې دولت د سنچارک په اړه همداسې بېتوجه پاتې شي؛ دې ولسوالۍ کې به ۶ زره کورنۍ قتلعام شي.
په ورته وخت کې د سرپُل د سنچارک ولسوالۍ همدې بېځایه شویو کورنیو اعتراض کړی او د ښار سړکونه یې تړلي.
دوی وايي، تر هغو ـ چې حکومت د دوی سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې نه کړي او خپلو کورونو ته د تلو زمینه ورته برابره نهشي ـ د سرپُل ښار سړکونه به بند وساتي.
دوی د حکومت له لوري د بېړنیو مرستو ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
هاخوا د سرپُل والي ویاند ذبیحالله اماني سنچارک ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو زیاتېدو څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې ولسوالۍ لاره د سرپُل مرکز سره تړل شوېده.
اماني وايي، له کله چې دغه کورنۍ ښار ته کډه شوي، د ځايي ادارې او مرسته کونکو موسسو له لوري ورسره د خوړو او ځینو نورو توکو مرسته شوې ده.
دی ـ چې د نورو امنیتي ځواکونو د مرستې غوښتنه کوي ـ وايي چې د دوابهپُل کې د سرپُل مرکز سره د سنچارک ولسوالۍ لاره بنده شوې او شاوخوا ۲۰۰ محلي پولیس له طالبانو سره په مقاومت اخته دي.
دې سره د ۲۰۹ شاهین قولاردو مسوولان د سرپُل مرکز ته د کومانډو ځواکونو له لېږلو خبر ورکوي او وايي، دغه ځواکونه به ډېر ژر سنچارک ولسوالۍ کې د ترهګرو ځپلو عملیات پیل کړي.
طالبانو تراوسه دې اړه څه نهدي ویلي.
ورته مطالب:
سرپل کې د ولید ۳۸ عملیاتو پیل؛ سلګونه کورنۍ بېځایه شوي