د سالنګ لویې لارې د اساسي مطالعاتو او بیارغولو طرحې قرارداد لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت چارواکیو نن د یوې خبري غونډې پرمهال بغلان او بدخشان ولایتونو کې له دوو نورو پروژو سره یوځای د سالنګ لویې لارې د اساسي مطالعاتو او بیارغولو طرحې قرارداد لاسلیک کړ.

د سالنګ لویې لارې بیارغولو طرحه او د اساسي مطالعاتو پروژه له پروان ولایته پیلیږي او تر بغلان پورې دوام کوي.

د دغې لویې لارې ۸۶ کیلومتره سړک د ۵.۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت په ۱۲ میاشتو کې د نړۍوال بانک په مالي مرسته رغول کېږي.

همداراز په دوو نورو تړونونو کې په بغلان ولایت کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۳ متره په اوږدوالي او د ۱.۵ متره سور په درلودو د یو پلچک جوړول او په بدخشان کې د ۱۱ میلیونو او ۶۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د ۱۰ پُلچکونو او د ۵.۹ متره ارتفاع په درلودو او د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي سره د استنادي دېوال جوړول شامل دي.

د ټولګټو وزیر یما یاري وايي چې د سالنګ لویې لارې خرابېدو لوی لامل دغه سړک ته په اساسي توګه د چارواکیو نه پام دی.

ښاغلی یاري زیاتوي چې د دغو مطالعاتو په ترڅ کې د دوشي- بامیانو لویې لارې په جوړولو چې د سالنګ لویې لارې بدیل دی هم کار شوی دی او دغه پروژه به تر راتلونکیو دوو کلونو پورې بشپړه شي.

د سالنګ لویه لار د هېواد یو له مهمو لویو لارو شمېرل کېږي چې له اقتصادي او ټولنیز اړخه ډېر ارزښت لري. د هېواد ۱۱ شمالي ولایتونه له دغې لارې په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام