د زیاتو اورښتونو له امله د پلازمېنې واټونه تر اوبو لاندې شوي

د کابل پر سړکونو د باران ډنډ شویو اوبو ښاريان له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، چې په کابل کې د باران پر ورځو ستونزې څو چنده زیاتېږي، تر اوبو لاندې د پلازمېنې واټونو پټېدل د دې سبب شوي، چې د کابل ښار ځېنې اوسېدونکي خپلو کارونو ته ولاړ نه شي.

د کابل دهمزنګ هغه ځای دی، چې ښایي د کابل له سینده ۱۰۰ متره واټن ولري، خو لیدل کېږي، چې دلته هم د پلازمېنې نورو برخو په څېر اوبه جمع شوي او لارویان له دې ځایه په ستونزو تېرېږي.

د کابل ښاریان، چې په اورښتونو کې ډېر ځله له داسې حالاتو سره مخېږي، ناخوښ برېښي.

محراب الدین د دهمزنګ یو هټیوال وايي، په باراني ورځو کې داسې دومره ستونزې وي، څوک له سړکه نه شي تېرېدلی او حتا زیاتره وخت ښځې او ماشومان په لښتیو کې غورځېږي.

د ده پر وینا، غرمه مهال دلته یوه مېرمنه اوبو کې ولوېدله، ژر یو سړي راپورته کړه؛ ګنې اوبو به وړې وه.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مخه او د سرسبزۍ څلور لارې په سیمه کې هم په سړکونو اوبه راټولې شوي او شاوخوا نیم متر اوبه په کې ولاړې دي.

هغه کسان چې له دې ځایه تګ – راتګ کوي وایي، چې تل په باراني ورځو کې دلته اوبه راټولېږي، خو د کابل ښاروالۍ مسوولان هېڅ پام نه کوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې راحېله وږمه وايي، کله چې باران و وریږي؛ له ګڼو ستونزو سره مخیږي، داسې چې نه شو کولی له خپل کوره وځي. وږمه وايي، په هر ګام کې باید کښتۍ وي، لکه یونان ته چې خلک ځي، دلته هم باید همداسې په کښتیو کې تګ –  راتګ وکړو.

په همدې حال کې د ښاروالۍ مسوولان وایي، په ۲۴ ساعتونو کې هڅه کوي، چې په ټولو ناحیو کې واټرپمپونه نصب کړي او د ښاروالۍ د وسایطو او ټانګرونو په واسطه اوبه کمې کړي.

په تېرو کلونو کې د پلازمېنې واټونو او سړکونو پر جوړولو په میلیونونه ډالر ولګول شول؛ خو لیدل کېږي، چې د واټونو نه معیاري کېدو، د لښتیو بندېدو او د کانالیزاسیون نه موجودیت، ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام