د زونونو تر منځ سیالۍ په (شپږیزه) ټورنمېنټ رامخکې شوې

افغان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د روان (اګست په ۲۸مه) د جمعې پر ورځ به د زونونو تر منځ څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

په دې اعلان سره د افغانستان کرکټ بورډ په چوکاټ کې د شل اوریزو کرکټ لوبو ستره مېله درېیم پړاو (شپږیزه) ټورنمېنټ د نامعلومې نیټې پورې وځنډول شو.

پخوا به د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د تېرو ۲ کلونو راپه دې خوا شپږیزه ټورنمېنټ په اګست میاشت کې کیدل، خو سږ کال یې کرکټ بورډ تر اوسه نیټه نه ده اعلان کړې.

د کرکټ بورډ د اعلان له مخې به د هېواد د ۵ زونونو بند امیر، سپین غر، بوست، امو او مس عینک لوبډلې، په دې سیالیو کې د سبټمبر میاشتې تر ۱۸ مې نېټې پورې، د اتلولۍ لپاره ولوبېږي.

ټاکل شوې ده، د سږ کال په زونونو سیالیو کې به مس عینک لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغو سیالیو ته یې د ګډون کوونکو لوبډلو لپاره تېره اونۍ په کندز، کابل، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ټاکنیز او تمریناتي کمپونه پیل کړل.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې د هر زون منتخبې لوبډلې ته به د کورنیو تکړه لوبغاړو په ګډون د هېواد کرکټ ملي او الف لوبډلې لوبغاړي هم واخیستل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي ویلي، دي پلان لري، چې د انټرکانټینیټل جام سیالیو لپاره غوره لوبډله جوړه کړي او دغه څلور ورځنۍ سیالۍ به ورسره د غوره لوبډلې په جوړیدلو کې ډېره مرسته وکړي.

دغه راز د کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش تمه ښودلې ده، چې د زونونو ترمینځ څلور ورځنیو سیالیو په کولو سره، افغان کرکټران لاپسې مسلکي کېدلی او د څلور ورځنیو لوبو جوړښت سره ښه اشنا کیدلی شي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې به د هېواد د پنځه زونونو ترمیځ به د الکوزي زونونو ترمینځ څلور ورځنۍ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ټولیزه توګه له کابل څخه بهر په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي، چې په لومړۍ ورځ به په خوست کی کوربه مس عینک له بند امیر سره او په همدې ورځ په غازي امان الله خان لوبغالي کی کوربه سپین غر له بوست زون لوبډلې سره لوبې وکړي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام