په افغانستان د نننۍ زلزلې له امله د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راپورونه وايي، چې تر اوسه په لغمان، ننګرهار، بدخشان، کونړ او تخار ولايتونو کې شاوخوا ۳۴ تنه مړه شوي او ۱۸۰ نور ټپيان دي.
د امريکا متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې د راپور له مخې د زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ د جنوب لوېدیځ په ۴۵ کیلومترۍ کې و.
شاوخوا دوه بجې وې، چې شدیدې زلزلې افغانستان ولړزاوه، چې د دې زلزلې شدت د ريښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې و.
تخار
له تخار ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په مرکز تالقان کې د زلزلې له کبله د یوه ښوونځي ودانۍ نړېدلې، ۱۲ زده کوونکې پکې مړې شوي او ۳۰ نورې ژوبل دي.
ننګرهار
د یاد ولایت د عامې روغتيا د ریاست څخه لاسته راغلي معلومات ښيي، چې په دغه ولایت کې ۷ تنه مړه شوي او له ۶۰ زیات ټپیان دي.
کونړ
په کونړ کې تر دې دمه د یو تن د مړه کېدو او ۲۰ تنو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
بدخشان
په بدخشان کې لس تنه وژل شوي او د ټپيانو په اړه يې راپور نه دی خپور شوی.
لغمان
په لغمان ولایت کې ۴ وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د بدخشان چارواکو په وينا، په دغه ولایت کې ۳۰۰ کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي چې تر ټولو ډېر په کشم ولسوالۍ کې نړېدلي دي.
د افغانستان د اضطرار کمېټې په بیړنۍ ناسته کې عبدالله عبدالله وویل، چې وزیران باید له زیانمن شویو کسانو سره د مرستې رسولو پر چارو غور وکړي.
په ځمکه کې د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره او د زلزلې موده یوه دقیقه ښودل شوې.