د زابل والي ۱۰۰ ٪ او د ننګرهار والي ۵۰ ٪ د خبریالانو سره معلومات نه شریکوي

د ملي خبریالانو ملي کور په څيړنه کې راغلي، چې د زابل، ننګرهار او کاپيسا ولایت سیمه ییزو چارواکو له خبریالانو سره مالوماتو ورکولو کې هېڅ همکاري نه کوي.

ددغه بنسټ استازي وايي، چې د تخار، لوګر، او کونړ سیمه ییزو چارواکو بیا له رسنیو سره د معلوماتو په شریکولو کې ډیره همکاري درلوده.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات هم وايي، چې خبریالان د سیمه ییزو چارواکو څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د خبریالانو ملي کور یا "کابل پرس کلب" د افغانستان ژورنالیستانو ټولنې په همکارۍ د سیمه ییزو چارواکو له لوري خبریالانو ته  مالوماتو ورکولو دغه ارزونه په ۳۳ ولایتونو کې ترسره کړې.

د ملي خبریالانو کور رېیس عزیز احمد تسل وايي، چې دغه ارزونه یې په څلورو میاشتو کې له ۳۷۰ خبریالانو سره د مرکې پرمهال ترسره کړې، چې په کې غزني، بدخشان، خوست، پکتیکا، بادغیس، سمنګان او هلمند ولایتونه له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو په دویمه کرښه کې راځي.

د تسل پروینا د زابل والي سل سلنه،  د کاپيسا ۹۰ سلنه او د ننګرهار والي ۵۰ سلنه د خبریالانو سره د معلوماتو نه شریکولو په برخه کې رایه خپلې کړې دي.

" د افغانستان درې ولایتونه له رسنیو سره په اړیکه کې په ټيټه درجه کې دي له رسنیو او خبریالانو سره همکارۍ په برخه کې یې ټيټې نمبرې اخیستې چې هغه ولایتونه کاپيسا، ننګرهار او زابل دي."

په همدې حال کې کمال سادات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، چې خبریالان د معلوماتو په اخیستو کې له سیمه ییزو چارواکو سره په ګڼو ستونزو کې اخته دي.

سادات زیاتوي، چې معلوماتو ته لاس رسی او د راټولول د خبریالانو بنسټیز حق دی.

خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده وايي، چې خبریالان ډیر منفي پيښې را اخلي او سلیقوي چلند ورسره کوي.

د کابل پرسکلب استازي زیاتوي، چې د بامیانو او فراه ولایتونه په دویمه او درېیمه درجه کې راځي، چې خبریالانو سره همکاري لري.

په همدې حال کې له دې وړاندې هم د مرکز او ولایتونو خبریالان شکایت درلود، چې چارواکي معلومات نه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام