په بامیانو ولایت کې په لسګونو لاریونوالو د «مرګ پر رولا غني» او «موږ عدالت غواړو» شعارونو په ورکولو سره غوښتنه وکړه چې د ولسمشر مېرمن باید بښنه وغواړي او د یو قوم په توګه دې په برېښنایي پېژندپاڼو کې سادات کلمه ولیکل شي.
لاریونوالو د ولسمشر د مېرمنې عکس ته اور واچولو او هغه یې یوه مجهولالهویته وګڼله.
دا لاریونوال د هېواد د لومړۍ مېرمنې وروستیو څرګندونو قهرولي دي. د ولسمشر مېرنې په وروستیو کې یوې ټلوېزیونې خپرونې کې ویلي: «فکر کوم سادات یو شی دی، په څوو قومونو کې یوه طبقه غوندې ده، دا قوم نهدی.»
د عدالت او پرمختګ ګوند رییس او د دې لاریون ترتیبوونکی سیدجواد حسیني وايي، ځېنې رهبران نه غواړي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د سادات قوم ولیکل شي او په همدې اساس د سادات قوم ترمنځ بېاتفاقي اچوي. هغه وايي، تر هغو چې یې هویت ته احترام نه وي شوی؛ اعتراضونو ته دوام ورکوي.
یو بل لاریونوال سیدهادي طغیان وايي چې له دوو کالو راهیسې د هېواد له هر ګوډ نه اواز پورته کېږي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې دې د سادات قوم ولیکل شي؛ خو حکومت ورته لږ پام هم نهدی کړی.
لاریونوالو د درې مادهییز پرېکړهلیک په لوستلو سره حکومت ته خبرداری ورکړ، که په برېښنایي پېژندپاڼو کې د سادات قوم ونه لیکي؛ سراسري قیام به وکړي.