په افغانستان کې د روسیې سفیر اکساندر مانتیتسکي وايي، چې د دوی هېواد له وسلهوالو طالبانو سره اړيکې لري، خو د دوی اړيکې ډيرې نږدې نه دي.
نوموړي کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل له طالبانو سره د روسیې اړیکې د روسي وګړو، سیاسي څانګو او قونسلګریو کارکوونکو د امنیت خوندیتوب له پاره دي او همدارنګه وسلهوال طالبان سولې ته د هڅولو له پاره د دوی د اړیکو بله موخه ده.
په کابل کې د روسیې سفیر پر وینا، هیواد يې له افغان حکومت سره پوځي او تخنیکي مرستې کوي نه له طالبانو سره.
هغه وویل، چې اوسمهال امریکا، ایران، پاکستان، قطر او لس نور هېوادونه له وسلهوالو طالبانو سره اړيکې، خو پر وینا يې د هر هېواد موخې سره جلا دي.
د روسیې سفیر وايي، چې که افغان حکومت د پخلاینې ملي بهیر مخته وړي باید له طالبانو سره یو شي، ځکه پر خبره يې اوسمهال طالبان هم یو سیاسي ځواک دی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون په دې وروستیو کې په پنتاګون کې خبري غونډې ته وویل، چې مسکو له طالبانو ملاټر کوي او په ورته وخت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا، ناټو او کابل هڅې شنډوي.
خو په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، چې امریکايانو په ښکاره دا منلې، چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او طالبانو سره په مبارزه کې پاتې راغلي دي.
د روسیې سفیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا موخه له ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو نه یوازې یې القاعده او ترهګر له منځه یو نه وړل بلکې ترهګریزې ډلې نورې هم پیاوړې شوې.
د روسیې سفیر تور ولګاوه، چې ښايي امریکا نه غوښتل په افغانستان کې ترهګري له منځه یوسي.
په دې وروستیو کې د روسيې او امریکا ترمنځ سیالۍ زور اخیستی او داسې ښکاري، چې روسیه نوره نه غواړي په نړۍ کې د امریکا حضور له دې هم پراخ شي او دې کار ته يې سمه ملا تړلې ده.