امریکا د روسيې هېواد د پولو په شاوخوا کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کوي.
امریکا غوښتل، چې دA 10 امریکايي جنګي الوتکو څو عرادې الوتکې اروپا ته ولېږدوي، خو اوس غواړي، چې دغه اندازه طیارې د استونیا هېواد د امرای په هوايي ډګر کې ودروي.
تېره اونۍ هم د C-5M Super Galaxy په نامه امریکايي الوتکې چې په جهان کې په لویو الوتکو مشهورې دي او همدارنګه د C-5M Super Galaxy په نوم ټرانسپورټي بوینګ الوتکه په یاد هوايي ډګر کې ناستې کړې وې.
د استونیا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دغه الوتکې د استونیا د هوايي ځواکونو د عملي او تطبیقاتي اړتیاوو له پاره د استونیا او امریکا له خوا په ګډ ډول له ۱۲ A 10 ښکاري الوتکو سره انتقال شوې دي.
انټرفاکس خبري اژانس د معلوماتو له مخې دغه تطبیقاتي کارونه د سپټمبر له ۲۲ تاریخ نه پیلېږي او د نومبر تر ۶ نېټې پورې دوام کوي، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت په پولیګون کې د مانورونو پر وخت ښوونیز بمونه او زده کړه ییز مهمات د الوتکو د توپونو پر وړاندې کاروي.