د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی څو میاشتېنۍ نظرپوښتنه ښيي د خصوصي رسنیو مدیران د خپلو کارکوونکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او د خصوصي ټولنیز رسنیو فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقرره نه رعایت کوي.
له خبریالانو سره تړون نهکول، د حقونو نهورکړه، د قانون خلاف تړونونو لاسلیکول، ناقانونه اخراج، د یو اړخیز تړون لاسلیکول او جبري چارې هغه موارد دي چې په دې څېړونه کې ورته اشاره شوې ده.
د دې نظرپوښتنې پربنسټ ۵،۸۷ سلنه خبریالان د خپل تړون پاپي نه لري یا یې تړون نه دی کړی. دغه نظرپوښتنه وايي، خبریالانو ته د خصوصي ټولنیز رسنیو فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقررې سره سم د هغوی حقونه نه ورکول کېږي.
په دې نظرپوښتنه کې د ۴۰ معتبرو خصوصي رسنیو له ۴۰ تنو خبریالانو سره خبرې شوي دي.
د اریانا، یو، سبا، وطن او افغان تلویزیونونه او نوبهار راډیو د هغو رسنیو له ډلې دي چې سرغړاوی لري او په دې راپور کې یې نومونه راوړل شوي دي. د دغو رسنیو مسوولانو د شکایت کوونکیو ادعاوې ردوي او بېبنسټه یې بولي.
د نی څېړنې په پای کې راغلي د خبریالانو کاري خوندیتوب په راتلونکي کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
نی وايي، که د افغان خبریالانو حالت په همدې منوال دوام وکړي د خبریالانو ټولنه به ناورین سره مخ شي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ د رسنیو له مالکانو، خبریالانو او حکومته غواړي د خصوصي ټولنیز رسنیو فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقررې په عملي کولو کې هڅه وکړي.