د رسنیو د امنیت خوندیتوب له پاره باید “ځانګړې پوځي قطعه” جوړه شي

د افغانستان د راډیو تلویزیونونو ملي ټولنې نن ( دوشنبه جنوري۲۵مه) کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې افغان حکومت باید د رسنیو د امنیت خوندیتوب له پاره باید "ځانګړې پوځي قطعه" جوړه کړي.

دغې ټولنې په دې وروستیو کې د طلوع ټلویزیون پرکارکوونکو ترهګریز برید پرټولو رسنیو برید وباله او له حکومت څخه یې ووغوښتل، چې د رسینز فعالیتونو امنیت خوندیتوب په موخه دې جدي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د راډيو تلویزیونو ملي ټولنې خبري غونډې ته ۸ ماده ییز پریکړه لیک هم خپور کړ.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي، چې د رسنیو په نښه کول او ماتې ورکول نظام ته د ماتې ورکولو معنا لري.

د دغه پريکړه لیک په يوه ماده کې راغلي، چې " په هېواد کې درسنیو امنیت ساتنې د ملي ارزښت په توګه غوښتنه کوو، چې د ملي امنیت یاهم ملي پولیسو په چوکاټ کې یوه ځانګړې قطعه جوړه چې د رسنیو امنیت په بنسټیزه توګه خوندي شي."

په جوړه شوې غونډه کې ددې ټولنې اجرایوي رېیس احمد کميل پریکړه لیک ولوست، چې په یوه برخه کې یې  دا هم راغلي، پر رسنیزو کارکوونکو برید د انساني، بشري او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او دوی دغه برید غندي.

دوی له ټولو رسنیزو فعالانو غواړي، چې ورته ترهګرېزو بریدونو پروړاندې یووالی ولري.

ددې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دولت باید رسنیو ته د اساسي قانون پرچوکاټ کې د وینا ازادي زمینه برابره کړي، ترڅو هېوادوال د امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي ریښتني حالاتو خبر شي.

دغه رسنیزو فعالانو له حکومت څخه وغوښتل، چې د اعلامیو او د رسنیو له لارې سبمولیکو څرګندونو پرځای دې د رسنیو له پاره ستراتیژيک او تل پاتې ګام پورته کړي.

د تېرې اونۍ چهار شنبې ورځې پرمازدیګر کابل کې د طلوع پرکارکوونکو برید کې ۷ کسان و وژل او تر ۳۰ پورې نور ټپيان شول، چې دغه برید د ولسي جرګې غړې هماسلطاني روا بللې او ترهګرو ته یې د فدايي خطاب کړی و.

هماسطاني له رسنیو سره په خبرو کې له خپلې فیسبوکي څرګندونو دفاع هم کړې ده.

په همدې اړه تېره ورځ د رسنیو فعلانو ملي امنیت عمومي ریاست او ملي شورا ته د یو مکتوب په لیږلو سره د هماسطاني د نیولو او له دې سره د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام