د راشد خان نړیوال شهرت له‌پاره دوه اوونۍ انتظار پاتې دی

ګوګلي بالر راشد خان ارمان اوسمهال په افغانستان او د دویېمې درجې هېوادونو د لوبغاړو په ډله کې د شهرت اوج پر لور روان دی. ارمان د کرټ یو شمېر مشهور لوبغاړي سوځلي؛ خو نړیوال شهرت ترلاسه کولو له‌پاره یې کمې شېبې پاتې دي.

راشد خان به د مشهور لوبغاړي نبي عیسی خېل سره یوځای راتلونکې میاشتې هم په هندوستان کې د "ای، پي، ایل" سوداګریزو سیالو کې د لوبېدو په خاطر هلته پاتې شي.

په دغو سیالیو کې د لوبېدو له کبله به راشد خان ارمان د نړۍ مشهور لوبغاړو په کتار کې راشي.

دواړه لوبغاړي به د راتلونکې اپریل میاشتې په ۵ نېټه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل له‌پاره د هندوستان په ای، پي، ایل سیالیو کې ولوبیږي.

راشد ارمان په خپله وروستۍ مرکه کې انډيا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و، چې د "ای، پی، ایل" سیالو لوبېدلو له‌پاره شپې او ورځې شمېري.

نوموړي ویلي و، چې د هندوستان په سوداګریزو سیالیو کې د اخیستلو له کبله خورا خوښ دی.

راشد په کړې مرکه کې ویل، چې په سن رایزرز حیدراباد لوبډله کې به له یوراج سینګ، ډیویډ وارنر، کین ویلیمسن او شیکر دهوان څخه ډېر څه زده کړي.

دی وايي، چې په ای، پي، ایل سیالیو کې د لوبېدو ارمان سربېره له سچن ټنډولکر، ورینډر سیهواګ او مهندر سینګ ډهوني سره هم دلېدو ارمان پوره شي.

دغه افغان لوبغاړي وايي، د نورو لیګ سپنرانو په پرتله ځانګړی دی.

دی وايي، چې تیزبال کوي او ښایي له همدې کبله د سن رایزرز لوبډلې له خوا غوره شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام