په فاریاب ولایت کې د ولسمشر لومړي مرستیال په مشرۍ د الماس په نوم عملیات په چټکتیا سره مخ پروړاندې روان دي، په دغو عملیاتو کې تر اوسه پورې د قیصار ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې شوې دي.
د "شمشيری هفت" په نوم له عملیاتو وروسته د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له دوو ورځو راهیسې د الماس په نوم عملیات پیل شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې تر دې مهال پورې امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ تر شاخ بازار سیمې پورې مخته تللي دي.
د عبدالرشید دوستم پر خبره، په دې عملیاتو کې ۲۴ طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه اسیران نیول شوي دي.
ده همداراز وویل، چې د وژل شویو په ډله کې عرب، چیچنایان او ازبک خنګیالي شامل دي.
له بل لوري امنیتي مسولین وايي، چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۵ کړۍ د سړک غاړې ماینونه هم له منځه وړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د غه عملیات به د قیصار ولسوالۍ په ټولو ناامنو سیمو کې تر سره شي.
عبدالرشید دوستم د روانو عملیاتو په اړه وویل، چې په راتلونکي کې به د چهارشنبه، هزار قلعه، بالامرغاب کلي د وسله والو له موجودیت نه پاک شي او د غورماچ ولسوالۍ ناامنه سیمې هم د الماس عملیاتو یو برخه ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدرضا رضايي سلام وطندار ته وویل، چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د چاڼ کولو او طالبانو د له منځه وړو لپاره پیل شوي دي.
د رضايي پر وینا، تر اوسه پورې ۲۵ کیلو متره سیمه، چې د طالبانو د ولکې لاندې وه د امنیتي ځواکونو له خوا پاکه شوې ده.
ده همداراز وویل، چې ۲۵ لوۍ او ۱۲۳ واړه کلي د طالبانو له موجودیت نه پاک شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي چارواکې دغه خبره هم وکړه، چې د بادغیس ولایت په اړوند سیمو کې الماس عملیاتو ته ورته عملیات یې پیل کړي دي، چې د طالبانو له موجودیت نه د سمیو له پاکوالي وروسته به دغه ځواکونه هم په فاریاب کې د الماس عملیات کوونکو سره یو ځای شي.
دا په شمال کې د لومړي هغه عملیاتو لړۍ ده چې مشري یې د ولسمشر لومړی معاون جنرال عبدالرشید دوستم په غاړه لري.
په دغه عملیاتو کې نه یواځې دا چې دوستم په خپله د جګړې قومانده په غاړه لري بلکې دوه زامن یې هم په سنګر کې تر څنګ دي.
دوستم لوړه کړې وه چې په شمال کې به د وسله والو تر ماتې جګړې ته دوام ورکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.