د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شويدي.
دغه بې ځایه شوي د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ولایت ودانۍ مخې ته راټول شوي او له حکومته د خوراکي توکیو ترڅنګ د سرپناه غوښتنه کوي.
د دوی پر وینا، له لسو ورځو راهیسې یې خپل ځایونه پرېاېښي دي؛ خو تر اوسه یې کوم دولتي ارګان یا مرستندویه بنسټ پوښتنه نهده کړی؛ ځکه خو د بد وضعیت له امله د خپلو اولادونو پلورلو ته مجبور شوي.
د صوفي جبار په نامه د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، چې له بدې ورځې یې خپل ماشوم د خرڅلاو لهپاره وړاندې کړیدی. د ده پر وینا، له د اقچې ولسوالي پر یو اوسېدونکي یې خپل کوچنی ماشوم په ۳۷ زره افغانۍ وپلورلو او پر هغو یې د کورنۍ لهپاره خوراکي توکي راونیول.
توتي خان خال د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي؛ وايي، چې څو ورځې مخکې یو سړي د ډېرې بېوزلۍ له امله خپل شپږ ورځنی زوی په ۳۰ زره افغانۍ وپلورلو.
د ده په خبره، د درزاب ولسوالۍ ۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ، چې له یوې اوونۍ راهیسې له خپلو ځایونو کډه شوي؛ تر اوسه ورسره هېڅ بنسټ مرسته نهده کړې.
له بل لوري د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ چارواکي هم تاییدوي، چې د حکومتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ وروستیو جګړو له امله د دې ولسوالۍ بېځایه شوې وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د درزاب ځایناستي ولسوال بازمحمد داور سلام وطندار ته وویل، چې پهدې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ جګړو له امله څه باندې ۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ چې زیاتره یې بزګران دي؛ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه چارواکي زیاتوي، که له بېځایه شویو سره له ځنډ پرته مرسته ونهشي؛ ستر انساني ناورین به رامنځته شي.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي هم د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې مني، وایي چې ډېر ژر به پر هغوی ته سرپناه او خوراکي توکي ووېشل شي.
محمودي همدارنګه زیاته کړه، چې د یو کمېسیون په ټاکلو سره به هڅه وکړي، چې د یو مشخص ځای په غوره کولو د سرپناه ځایونه ورکړي او کوښښ به وکړي، چې د مرستندویه موسېسو پهواسطه دغو کورنو ته خوراکي توکي ورسوي.
د جوزجان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو ریاست مسوولان هم وایي، چې له کره سروې وروسته به له هغوی سره چې نوي له جګړو ځپلو سیمو راغلي؛ مرسته وکړي.