د دایکندي یو ځوان ۸برېښنايي وسیلو اختراع کړي

علي‌احمد ۱۹ کلن او د دایکنډي ولایت اشترلې ولسوالۍ د خوشک کلي اوسېدونکی دی.

هغه د دایکندي په مرکز نیلي کې له حرفوي او فني زده‌کړو وروسته څو برېښنایي الې اختراع کړې‌دي. په‌دې الو او سستمونو کې پر وای‌فای سمبال بې‌سیمه څراغ، د مخابراتي شبکو انتونونو پیاوړتیا ته مرستندویه انتن، د مبایل چارچ له‌پاره پاوربانک، د مسافرو له پاره مقناطیسي قطب‌نما، د مطالعې له‌پاره څراغ‌لرونکې پکه، برېښنایي ډایناموګانو، لایزري اب‌ترازو او د موټر سلف له‌پاره برېښنایي موتور شامل دي.

علي‌احمد د بې‌وزلي په سبب له زده‌کړو تېر شو؛ خو له پوهنتونه پاتې کېدو یې شوق او استعداد ونه ځپلو او د خپلې علاقې د تعقیب له‌پاره «د افغان ودې» په نامه حرفوي کورس کې یې حرفوي زده‌کړې پيل کړې او بالاخره د ۷ میاشتول ه زده‌کړو وروسته د دې ۸ الو په جوړولو بریالی شو.

علي‌احمد څو نورې برېښنایي وسیلې هم تر لاس لاندې لري، لکه داسې ماشین چې په زیرکۍ سره د موټرو ټکر مخنیوی کولی شي.

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدحسین سیرت وايي، د علي‌احمد اختراع‌ګانو په اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت ته خبر ورکړی او ټاکل شوې، علي‌احمد په ۳۰ سلنه تخفیف د برېښنا شرکت روزنیز پروګرام کې شامل شي.

د علي‌احمد استاد حبیب‌الله حسني وایي، د ټلوېزیون جوړونې ټولګي کې یې برېښنایي پرزې رانیولي او علي‌احمد ته یې ورکړي او هغه د پرزو له ترکیبه اته نوې برېښنایي وسیلې اختراع کړې‌دي.

علي‌احمد وايي، تېرکال د کانکور په ازموینه کې د بامیانو پوهنتون کرنې پوهنځي ته بریالی شوی هم و؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېد چې پوهنتون ته لاړ شي.

دی د دایکندي له چارواکیو نه د برېښنایي فیزیک په برخه کې هیلو ته د رسېدلو له‌پاره د لوړو زده‌کړو د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام