نورمان: «د پولیسو رینجرې مو الوزولې، پلونو ته به مو بمونه ایښودل»

نورمان خان، هغه وسله وال قوماندان، چې کلونه ـ کلونه یې د طالبانو پر پلوۍ له افغان حکومت سره جګړه کړې، له ځېنو مناسبتونو وروسته د تېر زېږديز کال په نیمايي کې له خپلو ملګرو سر د طالبانو له لیکو جلا او د داعش لیکو ته ورغی.

نورمان، چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، راکټ پر اوږه د خپلو لسو ملګرو سره په کتار کې ولاړ دی؛ خو دا ځل د جګړې له پاره نه، بلکې له حکومت سره د روغې جوړې او د پر اوږه کړي راکټ د تسلیمولو له پاره ولاړ دی.

دی له خپلو داعشي ملګرو سره یوځای د ننګرهار په اچین، نازیانو او نورو ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسله په اوږه کړې وه.

نورمان خان وايي، د خپل جګړه ییز ژوند په دواړو دورو ،طالبانو او داعش کې یې روزنه په ګاونډي پاکستان کې اخیستې ده.


د نورمان خان پر وینا، په دواړو جګړه ییزو دورو کې د زده کړې له پاره پاکستان ته لېږلی شوی، چې امارت د ترهګریزو زده کړو په پار د دې هېواد خېبر درې ته او داعش بیا تورې درې ته لېږلی و.

نوموړی د داعش د میاشتنیو معاشونو په اړه زیاتوي، چې داعش ډله کې یو قوماندان ته د میاشتې ۱۵ زره او یو عادي داعشي وسله وال ته ۶ زره کلدارې ورکول کېدلې. دی وايي: «طالبانو او داعش دواړو ته وسلې او روپۍ له پاکستانه راتللې»

هغه همدا راز وايي، کله چې یې دداعش ډلې ناوړه کړنې ولیدلې، نو پرېکړه یې وکړه چې نور به جنګ نه کوي.

د نورمان پر وینا، د داعش په نامه ټول وسله وال د پاکستاني پوځیان وو، چې له راتګ وروسته یې سلاسي ظلم پیل کړ، ولسونه یې وځورول، قومي سپین ږیري یې په ماینونو کېنول، ماشومان یې حلال کړل، مالونه یې لوټ کړل، زنانه یې لوټ کړې او شکنجه کړې.

طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو ته ورته تلونکي جنګیالي د ځانګړو انګېزو له مخې ورځي. د نورمان کیسه همدا ډول ده، دی وايي، په خپله خوښه او شوق طالبانو او داعش ته دجهاد په نیت ورغلی و، خو پر وینا یې، هلته څه بل ډول حالات و: «داعش ته چې تللو هم چا نه دي راته ویلي، چې د الله د رضا له پاره ورغلي وو، هلته له لږ وخت تېرولو وروسته هغوی کبرونه او ظلمونه شروع کړل او څنګه یې چې ویلي وو هغسې نه وو.»

نورمان سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په امارت کې یې ۳۰ تنه تر قوماندې لاندې وو، چې له نمايي ډېر یې د جګړو خوراک شول. دی وايي، چې خپله هم په ډېرو جګړو کې له مرګونې حالته وتلی دی.

د داعش ډلې دغه پخوانی قوماندان د خپلو ۱۰ ملګرو سره یو ځای روان زېږديز کال د مارچ میاشتې پر ۲۷ نېټه ننګرهار کې په دې هیله وسله کېښودله او د سولې له پروسې سره یوځای شو، چې نور به د وسله والو ډلو پر فرېبونو نه غولېږي او د خپل وطن د ابادۍ له پاره کار کوي.

تېر ۲۰۱۵ زېږديز کال د ختیځ ننګرهار له پاره تر ټولو سخت ځکه و، چې د داعش ډلې په کې د سر پورته کولو سره هم مهاله د طالبانو او حکومت پر ضد جګړه پیل کړه، چې په پایله کې یې د شینوارو ډېرې سیمې لاندې کړې او د ځانونو له پاره یې په مرکزي ځای بدل کړو، خو د خپرو شویو راپورونو له مخې دغې ډلې په تازه وختونو کې له شینوارو نه کونړ او نورستان ولایتونو ته تللي دي، خو لا هم له دې سیمې نه وخت ناوخت د داعش د وېرې په اړه راپورونه رسنیز کېږي.

دې ډلې د ننګرهار په شینوارو کې ګڼ ولسي وګړي ووژل او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ کړې.

که څه هم د سولې ولایتي ادارې ویلي، چې د داعش ډلې نور قوماندان یې هم له جګړې لاس اخیستلو ته راضي کړي دي، خو تر اوسه د دغې ډلې یوازې شل تنه وسله وال له حکومت سره یو ځای شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام