د دارالامان ماڼۍ باغدار لا هم خپله مېنه نه ده پریښې

له یوې پېړۍ زیات کالونه کېږي، چې دغه په عمر پوخ باغدار د دارالمان ماڼۍ په چاپېره کې د نیالګیو او باغدارۍ په کارونو بوخت دی.

دی وايي، پخوا له دې چې د دارالمان ماڼۍ د شاه امان الله خان د استوګنې شاهي ماڼۍ شي، دغه ځمکه د دوی شخصي ځمکه وه، چې پلار یې پرې کرونده کوله.

دغه په عمر پوخ باغدار بابا کبیر نومېږي.

دی وايي، چې دغه ځمکه ځوان شاه غازي امان الله خان یې له پاره پېرېدلې ده او امان الله خان یې له کورنۍ غوښتي و، چې له دې ځایه به هیڅ چېرۍ نه ځي او له شاهي کورنۍ سره به په ګاونډ کې ژوند کوي.

بابا کبیر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په شاهي ماڼۍ کې یې دنده د امان الله د کوچنیو اولادونو ساتنه وه او د خپلې کورنۍ د غړیو په شان یې روزنه او پالنه کوله.

دغه سپين ږیری په زړه پورې کیسې او خاطرې لري.

دی وايي، چې د شاه د کورنۍ د ماشومانو شوخي او د ملکې مهرباني او په ورته وخت کې د شاهي ماڼۍ له درده ډک کارونه د ده، هغه خوندورې کیسې دي، چې له شاهي ماڼۍ ورته میراث پاتې شوي دي.

بابا کبیر وايي، چې د اماني دولت سقوط له امله ورته روحیي ستونزه پیدا شوه او دومره شدیده وه، چې یو ځل یې د ځان وژنې هڅه وکوله.

د دارالمان ماڼۍ په کورنیو جګړو کې په یوې ویجاړۍ بدله شوې، خو د ماڼۍ شاوخوا سیمه د دغه باغدار د زحمتونو له کبله زرغونه او سمسوره ده.

بابا کبیر د ماڼۍ په ویجاړیو کې نیالګي کېنوي او د کابل رزغونېدو اداره ورته د میاشتې ۵زره افغانۍ معاش ورکوي.

خو دی وايي، که حکومت دغه معاش هم ور نه کړي، دی به په ډېره لیوالتیا سره خپل کار وکړي.

د دارالمان شاهي ماڼۍ د جوړلو نقشه جرمني انجینیرانو جوړه کړې وه، چې د جوړولو چارو یې دوه کالونه او درې میاشتې وخت ونیاوه.

د بابا کبیر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د ده ستره هیله دا ده، چې  له مړینې یې مخکې، دغه شاهي ماڼۍ د پخوا په څېر ودانه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام