د خپلو واسکټونو په چاودنه کې ۲۷ داعشیان وژل شوي

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د پولیسو ځای ناستي امنیې قوماندان امان‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د داعش ډلې بهرنیو او کورنیو وسله‌والو پلان درلود چې د ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ، د ملي امنیت په قوماندانۍ او د اردو په قرارګاه ځانمرګي بریدونه وکړي؛ خو د امنیتي ځواکونو په یرغلیز برید کې دغه پلان شنډ شو. 

د قوماندان امان‌الله په خبره، د امنیتي ځواکونو په برید کې د ځانمرګو بریدونو واسکټونو چاودنه وکړه او په پایله کې یې ۲۷ داعش وسله‌وال ووژل شول.

دی وايي، په وژل شویو کې ۱۰ تنه اوزبیکستاني، ۶ تنه تاجکستاني او ۲ تنه فرانسوي وسله‌وال وژل شوي دي.

د درزاب امنیې قوماندانۍ سرپرست زیاتوي، داعش ډله د ولسوالۍ ۲۰۰ مترۍ ته رالنډه شوې او پر ولسوالۍ د یو بل برید پلان لري.

د پېښې یو عیني شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د داعش بهرني او کورني وسله‌وال د خپلو واسکټونو چاودنې له امله وژل شوي دي.

داعش وسله‌والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام