د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو پر مهال پر کابل ښار ۱۴ راکېټونه لګېدلي

نن سهار کابل ښار د خپلواکې ورځې د ۱۰۱مې کلیزې له نمانځلو سره هم‌مهاله د څو راکېټونو د لګېدلو شاهد و.

د کورنیو چارو وزارت طارق ارین وايي چې نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل ښار پر لومړۍ، دویمې، لسمې، نهممې او شپاړسمې امنیتي حوزې ۱۴ راکېټونه لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا، یاد راکېټونه د خلکو پر کورونو لګېدلي چې له کبله یې د ۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون، ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

ارین زیاتوي، یاد راکېټونه له دوو موټرو چې د کابل په اتمه او اوولسمه امنیتي حوزو کې ځای پر ځای شوي وو، ويشتل شوي او په تړاو یې د اوولسمې حوزې له اړوندو سیمو دوه کسان نیول شوي دي.

دغه راکېټونه هغه مهال د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ولګېدل چې ولسمشر محمداشرف غني له نورو لوړپوړیو دولتي چارواکو سره د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ پر منار د ګلو ګېډۍ کېښوده.

دغه مراسم له ملي ټلوېزیون نه په ژوندۍ بڼه خپرېدل، خو د راکېټونو له غږ څو شېبې وروسته یاده ژوندۍ خپرونه بنده شوه.

ملي ټلوېزیون له دې مخکې ویلي و چې ولسمشر به په یادو مراسمو کې وینا هم وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې په یادو مراسمو کې دولتي چارواکو او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازیو ګډون کړی و.

تر اوسه د طالبانو په ګډون، هېچا او ډلې د دغو راکېټونو د ويشتلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام