د خپلواکو ادارو جوړولو په اړه د ولسي جرګې غبرګون

ټاکل شوې وه چې ولسي جرګه نن د شهیدانو او معلولانو د کورنیو ملاتړ ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د خپلواکۍ په اړه بحث او پرېکړه وکړي، خو د دې جرګې یو شمېر غړي د یادو ادارو له خپلواکۍ سره مخالفت ښيي او وايي، د خپلواکو اداري واحدونو جوړولو په اړه پرېکړه یوازې د ملي شورا د دواړو جرګو واک دی.

د اساسي قانون د ۹۰ یمې مادې په څلورم بند کې لیکل شوي، د اداري واحدونو جوړول، تعدیل یا لغوه د ملي شورا واک دی.

د ولسي جرګې غړي فوزیه کوفي او فکوري بهشتي وايي، د اساسي قانون له مخې د خپلواکو اداري واحدونو رامنځته کول د ولسمشر نه، بلکې د ملي شورا واک دی.

دوی زیاتوي، یادې ادارې د اساسي قانون خلاف جوړې شوې، ملي شورا ته ځواب‌ویونکې نه‌دي او دغه راز ډېره بودیجه لګوي چې پر ملي بودیجې یو دروند بار دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي او صالح‌محمد سلجوقي وايي، له وزارتونو نه د یادو ادارو بېلوالی خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو برخې کې ګټورې تمامېدای شي او په‌کار ده چې تر وزارته پورې ارتقا وکړي.

بله‌خوا د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د غونډې جمع‌بندۍ پرمهال وویل، ولسي جرګه د خپلواکو ادارو جوړول نه مني؛ ځکه حکومت هڅه کوي چې ولسي جرګې ته د ځواب نه ویلو له‌پاره ځینې ادارې خپلواکې او د ملي شورا له نظارته لرې وساتي.

ولسي جرګې کې د لازم نصاب نه موجودیت له کبله د شهیدانو او معلولانو د کورنیو د ملاتړ ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو او د نفوسو د احوالو د ثبت خپلواکو ادارو د سرنوشت په اړه پرېکړه و نه‌شوه او په اړه یې رایه‌ورکول بلې غونډې ته وځنډېدل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام