د خوست عامه کتابتون د وژل شوي خبریال احمدشاه په نوم شو

پوره یو کال مخکې خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه نامعلومو وسله‌والو ووژل و چې څو ورځې وړاندې د خوست والي د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په جوړې شوې غوڼدې کې ویلي وو چې د خوست عامه کتابتون به احمدشاه په نوم ونوموي.

له‌دې یادورۍ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شوي خبریال احمدشاه په نوم د کتابتون نومولو ګڼې غوښتنې وشوې چې نن د یوې غونډې پرمهال په رسمي ډول د خوست عامه کتابتون د احمدشا په نوم شو.

له بله پلوه خوست کې خبریالان په‌دې خوښي څرګندوي چې د خبریالانو خدمتونو درناوی کېږي او ژوندي خبریالان په ډاډ سره لا رښتني کار ته هڅېږي.

وژل شوی خبریال؛ احمدشاه

دوی دا هم وايي چې حکومت دې یوازې د شهیدانو په نوم د واټونو او کتابوتونونو په نومولو بسنه نه‌کوي، بلکې ټینګار کوي چې د خبریالانو امنیت دې خوندي کړي.

د احمدشاه په نوم د عامه کتابتون له نومولو څو ورځې مخکې د بل وژل شوي خبریال سلطان‌محمود خیرخوا په نوم هم د ماشومانو روزنتون ونومولو شو.

د خوست والي ژمنه کړې چې په خوست کې به د بل وژل شوي خبریال میوند په نوم هم یو ښوونځی ونوموي.

ورته مطالب:

د نظرپوښتنې پایله: ښځینه خبریالانې په هیڅ ځای کې خوندي نه دي

کندهار کې د «کابل نیوز» خبریال ووژل شو

د ختیځې سیمې خبریالان کاري خوندیتوب نه احساسوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام