د خوست د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیايي اسانتیاوې نه لري

د خوست ولایت د څلورو ولسواليو، صبريو، باک، ځاځي میدان او علي شېر ولسواليو اوسېدونکي او د ولایتي شورا وکیلان وايي، چې دغو ولسواليو کې د بېلابیلو لاملونو له امله خلک له زیاتو روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

دوی پر اړوندو ارګانونو نیوکې کوي، چې په بېلابېلو پلمو ورته روغتيايي کلینک نه جوړوي.

د دې ولایت د ولایتي شورا او روغتیایي کمېټې غړي نورشاه نوراني سلام وطندار ته وویل، چې د خوست ولایت نفوس زیات دی او مرکزي روغتون د ټول خوست ولایت ضرورتونه نه شي پوره کولی.

نوراني زیاتوي، چې د لېرو پرتو ولسواليو خلک هم په سمه توګه روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

د ده په خبره، باک، صبري، ځاځي میدان او علي شېر ولسوالیو کې د مور او ماشوم مړینې هم ډېرې شوې دي او ډېر ناروغان مرکز ته یا ولایتي روغتون د تګ په حالت کې ژوند له لاسه ورکوي، ځکه دا ولسوالۍ ډېرې لېرې دي.

نورشاه نوراني زیاته کړه، خوست ولایتي روغتون ۱۰۰ بستره دی نفوس زیات دی تقریباً یونیم میلیون نفوس ته ځواب نه شي ویلی.

د دې ولسوالیو خلک هم له حکومته غواړي، چې په سیمو کې يي روغتیايي ستونزو ته پاملرنه وشي.

دوی پر حکومت نیوکه کوي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يي سیمه کې یو مجهز روغتون جوړ نه شو کړی.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو اوسېدونکي کشمیر خان له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ځاځي میدان کې ډېرې مینې او ماشومان د روغتیايي خدمتونو د نه موجودیت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دی غوښتنه کوي، چې دولت دې ورته د روغتیا په برخه کې موجودې ستونزې حل کړي، که حل نه شي؛ دوی به بیا پاکستان او یا بل هېواد ته د تګ له پاره اړه وي.

کشمیر خان له دولته غواړي، چې دوی ته دې څو بستریز کلنیک جوړ کړي.

د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي نظیم ګل وايي، چې په خپله د یو شمېر سپین ږیرو کسانو په ګډون د خوست د روغتیا رییس ته ورغلی او په دې ولسوالۍ کې یې د مجهز کلینک د نه موجودیت په اړه ورسره خبرې کړي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

په خوست کې د عامي روغتیا ځای ناستي رییس ډاکټرګل محمد الدین محمدي هم د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزې مني، وايي چې لا هم د خوست په ځېنو ولسوالیو کې داسې سیمي شته، چې روغتیايي خدمتونه ورته په پوره ډول نه دي رسېدلي. نوموړي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د یادو ولسوالیو له پاره یې له مالیې وزارته د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو بودیجه درکي کړې، چې په روان کال کې به یې کارونه پیل شي.

د ده په خبره، په دې ولسوالیو کې یې د روغتون د رغولو له پاره له مالیې وزارته ۱۰ لکه امریکايي ډالره اخیستي، چې ۳ لکه به په روان کال کې ولګوي او پاتې ۷ لکه به په راتلونکې کال کې په دغه روغتون ولګول شي.

روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی د افغانستان د زیاترو سیمو وګړي ځوروي، په تېره بیا د ژمي په سختو ورځو کې چې لارې هم بندې وي؛ خلک په اسانۍ سره نه شي کولی خپل ناروغان روغتیایي مرکزونو ته ورسوي، چې له امله یې امیدوارې مېرمنې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام