د خوست ولایت ډاکټرانو خبرداری ورکړی، که په یوه اونۍ کې تنخواګانې ورنه کړل شي؛ په ټولو ولسوالیو کې به کلېنیکونه وتړي.
دغه ډاکټران وايي، چې د هلټ نېټ په نوم موسېسې یې د ۶ میاشتو راهیسې تنخواګانې نه دی ورکړي.
په خوست ولایت کې د (بي بي ایچ ایس) کلېنیکونو د مسولو ډاکټرانو په استازیتوب ډاکټر نورالله سلام وطندار ته وویل، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۳۳ روغتیايي کلېنیکونه روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې ټولټال له ۷۰۰ زیات روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران په کې په دندو بوخت دي.
له تېرو ۵ کلونو راهیسې د خوست ټوله روغتیايي کلېنیکونه د هېلټ نېټ موسېسې له خوا تمویلېدل او ټولو روغتیايي کارکوونکو ته یې تنخواګانې ورکولې.
د دغه ولایت د مندوزیو ولسوالۍ د کلېنیک رییس ډاکټر فریدالله سلام وطندار ته وویل، چې د معاشتونو د نه ورکولو لامل د هېل نېټ موسېسې داوطلبۍ بایلل دي.
نوموړی وايي، چې د کلېنیکونو د بیاځلي تمویلولو داوطلبي (ادا) موسېسې ګټلې ده.
د ده پر وینا، څو ځلې يې اړوندې موسېسې او د عامې روغتیا وزارت ته خپلې ستونزې رسولي، خو تر اوسه يي مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د معلوماتو له مخې له درې میاشتو راهیسې د خوست روغتیايي کلېنیکونه د (ادا) روغتیايي موسسه اداره کوي او د ډاکترانو تنخوا ګانې هم دوی ورکوي.
خو له بل لوري خوست مېشتي له ډاکټرانو څخه غوښتنه کوي، چې خپلې ستونزې د مسولو کسانو سره د خبرو له لارې حل کړي او په کلېنیکونو کې دې روغتیايي کارونه نه بندوي.
د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی نثارالله احسان وايي، که ډاکټران کار بند کړي؛ ولسي وګړو ته زیان رسېږي او وايي، چې دغه ستونزه دې د وزارت له لارې د مسولو کسانو له خوا حل کړي.