وروسته له هغه چې د کندوز دشت ارچي ولسوالي وسله والو طالبانو په خپله ولکه کې کړه، نو د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ د نيولو له پاره وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړ.
که څه هم د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ډېر ژر بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغله، خو وسله والو طالبانو بیا وغوښته، چې خواجه غار ولسوالۍ ځينې سيمې ونیسي.
خواجه غار د تخار ولایت یو له هغو ولسواليو بلل کيږي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ سره اوږده پوله لري او د کوکچې سيند پورې غاړې د ولسواليو په ډله کې شمېرل کيږي.
د کوکچې سيند پورې غاړې د ټولو ولسواليو لارې د خواجه غار له ولسوالۍ تېريږي او د ولایت مرکز سره نښول کيږي.
تېره ورځ د یاد ولسوالۍ امنیه قومندان خبرداری ورکړ، چې که چېرې دغو ولسواليو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو طالبان به د دغې ولسوالۍ مرکز ته ځانونه ورسوي.
خو اوس د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، چې امنيتي ځواکونه به ډېر ژر د خواجه غار ولسوالۍ په هغو سيمو کې نظامي عمليات پېل کړي کوم، چې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي په وينا، د خواجه غار ولسوالۍ د ګورتپه سيمه اوسمهال د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.
طالبانو رسنيو ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ادعا کړې، چې د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې يې د پولیسو یو لوی مرکز نيولي دي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې يې کاږل شوي، چې د خواجه غار ولسوالۍ ۱۸ کلي يې هم نيولي دي.
خو د ياد ولایت د پولیسو ویاند بیا د دوی ادعاوې ردوي او زياتوي، چې يواځې د خواجه غار څلور کلي د دوی په تصرف کې دي.
د اسير په وينا، همدا اوس چچکه، منګ، چقور او زرد کمر سيمې د طالبانو په لاس کې دي.
د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو له لوري د خواجه غار پر پوله او د دشت ارچي په ولسواليو کې د یو کال راهیسې جګړه روانه ده، خو د افغان ځواکونو دفاعي کمربند د دشت ارچي ولسوالۍ د نيولو وروسته مات شو او وسله وال طالبان خواجه غار ولسوالۍ ته ننوتل.
د تخار ولايتي شورا مرستياله ماریه تيموري وايي، چې حکومت باید په جدي توګه دغې مسلې ته پاملرنه وکړي او نيول شوی سيمې د وسله والو له موجودیت څخه پاکې کړي.
نوموړې خبرداری ورکوي، که چېرې د افغان حکومت له لوري جدي پاملرنه ونه شي، نو طالبان به دغه ولایت ته لوی سر خوږی جوړ کړي.
تيموري زياتوي، چې د دغو سيمو له نيولو وروسته باید حکومت خپل دفاعي کمربند قوي کړي.
وسله وال مخالفان په ځلونو هڅې کړي، چې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ په خپل تصرف کې راولي.
د ياد ولایت ولايتي شورا غړي خبرداری ورکوي، که چېرې وسله وال مخالفان د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ونيسي، نو د دغه ولایت ژغورل به لکه کندوز په شان ستونزمن شي.
له بل لوري وسله وال طالبان د بغلان ولایت له بورکې لارې د تخار ولایت پر شکمش ولسوالۍ غېر منظم بريدونه هم پېل کړي دي.