د کاپيسا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د خنجر ۶ په نوم عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات ۶ ورځې وړاندې پيل شوي و، چې تر دې مهاله ۱۴ کلي د افغانیه او پچه غان په دره کې د طالبانو له شتون نه پاک شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال سید ذاکر هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې په دې عملیاتو کې ۲ نظامیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې د خنجر ۶ په نوم عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
په همدې ډول په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۳ نظامیان هم ټپیان شوي دي.
تردې مهال وسله والو طالبانو د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلی، خو څو ورځې وړاندې یې په پچه غان او افغانیه درې کې د څو کلیو د نیولو ادعا کوله.
دغه دره د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ له ناامنو سیمو نه ده، چې وسله وال طالبان په کې فعالیتونه کوي.