د ختیځې سیمې خبریالان کاري خوندیتوب نه احساسوي

هېواد کې پر رسنوالو له وروستیو وسله‌والو بریدونو راوروسته اوس په هېوادني کچ یادې طبقې ته اندېښنې راولاړې شوي او تر څنګ یې له بېلابېلو ولایتونو څخه د پرونۍ پېښې د غندنې راپورونه هم ورکړل شوي‌دي.

د ختیځو ولایتونو ګڼو ازادو او حکومتي خبریالانو او د خبریالانو ټولنو په‌دې وروستیو کې د خبریالانو وژل تراژيدي بللې او دا یې بې‌مخینې پېښې ګڼلې دي.

تېره ورځ د کابل شش‌درک کې له یو ځانمرګي برید د راپور جوړولو پر مهال د خبریالانو په منځ کې دویم ځانمرګی برید وشو چې د نورو تر څنګ په‌کې د بېلابېلو رسنیو ۹ خبریالان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول. همداشان په ورته ورځ خوست کې د بي بي سي راډیو خبریال هم د دې ولایت په مرکز کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د ختیځ ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو خبریالانو پرونۍ پېښې غندلي او په جنګ کې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې، چې خبریالان دې نه ټارګیټ کوي.

ننګرهار، کونړ او نورستان کې د بېلابېلو ازادو رسنیو خبریالان هم اوسنی امنیتي حالت د ځان له‌پاره ګواښوونکی بولي.

ننګرهار، کونړ او نورستان کې ذبیح‌الله غازي، روح‌الله انوري او صاحب‌داد همدرد چې خبریالي کوي؛ وايي چې د ختیځې سیمې خبریالان د دولت، وسله‌والو مخالفانو او مافیاوي کړیوي له لوري له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دوی اندېښنه ښيي، که چارواکي د دوی د امنیت له‌پاره غوڅ اقدامات ونه‌کړي؛ نو ورته پېښې لا زیاتېدلی شي.

دوی د جنګ پر اړخونو غږ کوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او دغه بې‌اړخه پوړ په نښه نه‌کړي.

ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد هم د کابل او خوست پرونۍ پېښې بوږنوونکې وبللې او دا چاره یې د بیان پر ازادۍ برید وګڼلو.

هغه وویل، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د ختیځې سیمې خبریالان هم په مستقماً ډول د داعشیانو تر امنیتي ګواښ لاندې دي.

هغه پر حکومتي چارواکیو نیوکه وکړه چې د خبریالانو په ژوند ژغورنه کې پاتې راغلی.

که څه هم ننګرهاري خبریالان او د خبریالانو ټولنې د دوی پر وړاندې وروستي تهدیدونه د اندېښنې وړ ګڼي؛ خو چارواکي بیا ادعا لري چې د نورو سیمو په پرتله ختیځو ولایتونو کې د خبریالانو ژوند خوندي دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو سره خبرو کې وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې په هر ځای او هر حال کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

وسله‌والو طالبانو یوې خبرپاڼې کې ویلي، هېواد کې د خبریالانو د وژنو پرونۍ پېښې په دوی اړه نه‌لري؛ خو داعشیانو د کابل پېښې مسوولیت منلی دی.

د یادې ده، چې روانه لمریزه میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون خوست او کندهار ولایتونو کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او له ۵ زیات ټپيان شوي‌دي.

له‌دې سره هم‌مهاله نن د جوزجان، فاریاب،  کندوز، تخار، بدخشان او غزني خبریالانو د کابل پرونې پېښې کې د خبریالانو د وژنې په غبرګون کې غونډې وشوې او د ټولو خواوو نه یې غوښتنه وکړه چې په‌خپلو عملیاتو او بریدونو کې د خبریالانو د ژوند خوندیتابه ته پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام