راپورونه وايي، چې کله قوماندان زرداد خان فریادي په کابل کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر ته ښکته شو، نو سم دلاسه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا دستګیر او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
په ولسي جرګې کې د کوچیانو استازی محمد نذیر احمدزي سلام وطندارته وویل، چې پخوانی جهادي قوماندان زرداد د چهارشنبې ورځ له غرمې مخکې د "ترکش ایرلاین" په الوتکه کې له بریتانیا، افغانستان ته رالیږدیدو په رسمي ډول افغان دولت ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه: " مالومات لرم چې زرداد نن د کابل هوايي ډګر کې ښکته شو او افغان دولت ته په رسمي ډول وسپارل شو."
و مو غوښتل چې په دې اړه د امنیتي بنسټونو نظر هم له ځان سره ولرو خو له بیا بیا اړیکې نیولو سره سره بریالي نه شولو.
ویل کیږي، زرداد په ۱۳۷۷ لمریز کال بریتانیا ته ولاړ او هلته محاکمه او له ۱۶ کلن بند وروسته کابل ته راستون شو.
خو داسې اوازې هم دي، چې د هغه د بند موده نه ده پوره شوې او د خپل قید پاتې برخه به د افغانستان له زندانونو په یو کې تېروي.
زرداد د کورنیو جګړو پرمهال د حزب اسلامي له پيژندل شویو قوماندانانو وو، خو اوس ددغه حزب اجرایه شورا غړی وايي، چې اوسمهال زرداد ددغه حزب غړیتوب نه لري.
د حزب اسلامي ګوند اجرایه شورا غړی ګل محمد ګلزي سلام وطندارته وویل، چې زرداد د کورنیو جګړو پرمهال له جنبش ګوند سره یوځای شو.
خو د جنبش ګوند دغه څرګندونې ردوي.
د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج سلام وطندار ته وویل، چې زرداد ددغه ګوند هېڅ غړیتوب نه لري او نه يې هم تر دې دمه د جنبش ګوند غړیتوب ته کوم غوښتنلیک استولی.
قوماندان زرداد یو پخوانیو مجاهدینو له هغو قوماندانو ګڼل کیږي چې د ډيرو کسانو ځورونو تورونه پرې لګیدلي دی.
قوماندان زرداد خان فریادي، د ۹۰ مې لسیزې په پيل کې د کابل ـ جلال اباد لویه لاره کنټرولوله.
هغه د سروبي سیمې د کابل په ۳۷ کیلومترۍ کې پوستې جوړې کړې وې او له مسافرو يې په زور پيسې اخیستې.