په تخار کې د حزباسلامي او جمعیتاسلامي ګوندونو د دوو قوماندانو ترمنځ پهخپل منځي نښته کې د جمعیت ګوند یو غړی وژل شوی او ۴ نور ټپیان شويدي
د تخار امنیتي مسوولان وايي، چې دې ولایت د تخناباد ولسوالۍ په چاهاب سیمه کې د حسین جندي په نامه د ګلبدین حکمتیار پر مشرۍ د حزباسلامي ګوند یو قوماندان او د فیضالله په نامه د جمعیتاسلامي ګوند قوماندان ترمنځ نن سهار ۴ بجې نښته شوېده.
د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سیدجهانګیر کرامت سلام وطندار ته وویل، چې پهدې نښته کې د جمعيت ګوند یو تن وژل شوی او ۴ ټپیان شوي او د حزباسلامي ګوند ۲ تنه پلویان هم ټپیان شويدي.
خو په مشرانو جرګې کې د دې ولایت وکیل افضل شامل سلام وطندار ته وویل، چې پهدې نښته کې د حزباسلامي ګوند ۵ تنه غړي وژل شوي او حسین جندي ټپي شویدی.
له بلې خوا د پېښې عیني شاهدان وايي، چې په سیمه کې ۱۰ جسدونه پراته دي؛ خو معلوم نهدي، چې د کوم ګوند غړي دي.
پهدې نښته کې د یو ښوونځي وداني هم ورانه شوېده.
د ویلو ده، چې د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ د حزباسلامي ګوند او جمعیتاسلامي ګوند د قوماندانو ترمنځ د چاهاب ولسوالۍ کې نښته شوېوه، چې د حزباسلامي ګوند یو قوماندان پهکې د جمعیت ګوند ۲۲ تنه ووژل.