د حج زیارت کوونکي به په ټاکلي وخت ولېږدول شي

ټاکل شوې ده، چې د حامد کرزي له نړیوال ډګر او هرات نه به د روانې میاشتې په پای کې د حاجیانو لومړي پروازونه پيل شي.

د حج او اوقافو وزارت سلاکار محراب دانش په ځانکړې مرکه کې سلام وطندار ته وویل، چې په هېواد کې د ننه په زونونو کې د پروازونو لپاره چمتووالي نیول شوی او د حج زیات کوونکي به په ټاکلي وخت ولېږدول شي.

نوموړي وویل، چې د زیارت کوونکو د لارښوونې او روغتیا لپاره یې صحي ډله او استادان هم ګومارلي دي.

په ورته وخت کې  د اریانا هوايي شرکت اداري رییس محمد عمر مستور سلام وطندار ته وویل، چې د حج زیارتوالو لپاره یې کره پروګرام په پام کې نیولی دی او زیاته یې کړه، چې دغه شرکت به لومړۍ الوتنې د کابل او هرات له هوايي ډګرونو نه د زمري میاشتې په ۲۸ نېټه پیل کړي، په دویم نوبت کې به د کندهار او مزار له هوايي ډګرونو څخه الوتنې پیل شي.

مستور زیاته کړه، چې د ټولو احتمالي ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

سږ کال د افغانستان د حج زیارتوالو سهم ۲۴ زرو تنو ته رسېږي.

د یاد وزارت مسولین وايي، چې د ۳ وختونو د ډوډۍ، استوګنې او د حج مراسمو ته د نېغه په نېغه لېږ په برخه کې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

تېر کلونه د حج زیارتوالو د لېږد او رالېږد په برخه کې شکایت کولو.

بې کیفیته او بې معیاره خدمتونه، لوړو بیو او ستونزو ته نه پاملرنه، د دوی له اساسي ستونزو څخه وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام