د حج او اوقافو وزیر فېض محمد عثماني نن سه شنبه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د حج زیارت کوونکو لومړی پرواز سبا شپه د هېواد د څلورو زونونو څخه پېل شي.
عثماني زياته کړه، چې په ټوليزه توګه سږکال د حج زیارت کوونکو په لګښت کې ۱۰ میليونه ډالره کموالی راغلی.
د حج او اوقافو وزیر وویل، چې سږکال د هر زیارت کوونکي د تګ او راتګ لګښت ۲۴۵۰ امريکايي ډالره کيږي په داسې حال کې، چې په تېرو دوو کلونو کې دغه رقم ۳ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.
د معلوماتو له مخې سږکال به د ټول هېواد څخه ۲۴ زره زیارت کوونکي حج ته لاړ شي، چې ۱۲ زره تنه به يې مستقیماً مکې او پاتې نور يې لومړی جدې ته ځي او له جدي څخه به بیا مکې پر لور پروازونه وکړي.
له بل لوري د اریانا هوايي شرکت رییس داود شریفي وویل، چې دوی د حج زیارت کوونکو د لېږد له پاره پوره چمتووالی لري او سبا چهارشنبه به يې لومړی پرواز وي.
هغه وايي، چې شرکت يې د حاجیانو د لېږد له پاره درې باله الوتکې چمتو کړي، چې یو بال يې ۵۸۵ تنو او دوه نور يې ۲۰۸ تنو د لېږد ظرفیت لري.
د نوموړي په وينا تر ټولو لويې الوتکې به يې د کابل، کندهار او مزار شریف نه په ترتیب سره پروازونه وکړي.
او دوه نور وړې الوتکې به يې له هرات څخه د حج زیارت کوونکي ولېږدوي.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ به ۱۰۰۰ د حج زیارت کوونکي عربستان ته انتقال شي او دغه پروسه به ۲۳ ورځې دوام وکړي.