د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر امان الله حبیبي وايي، د اکمالاتي ستونزو له امله نه دي توانېدلي مردیان، قرقین او خماب ولسوالیو ته اړین ټاکنیز مواد ولېږدوي.
په جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په وینا، اوسمهال درزاب ولسوالۍ کې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله د رایهورکوونکیو نوملیکنې ټول مرکزونه تړلي دي او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي د دغې ولسوالۍ امنیت تامین کړي.
هغه وايي، په دغو څلورو ولسوالیو کې ټولټال د رایهورکوونکیو ۳۶ مرکزونه موجود دي چې ۱۸ مرکزونو ته یې ټاکنیز مواد نه دي رسېدلي او په درزاب ولسوالۍ کې ټولټال ۱۵ مرکزونه د لوړ امنیتي ګواښ له امله تړل شوي دي.
د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي هم د ټاکنیزو موادو لېږد کې له ځنډه نیوکه کوي او له حکومته غواړي، د رایهورکوونکیو نوملیکنې بهیر کې د خلکو ګډون ته زمینه برابره کړي.
مدني فعالان هم د دغه ولایت څلورو ولسوالیو ته د ټاکنیزو موادو له نه لېږدلو نیوکه کوي او وايي، د رایهورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو تړلي پاتې کېدل ټاکنو کې سرغړونو ته زمینه برابروي.