د جوزجان په لاریون کې ۴ مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

نن سه شنبې (د ۲۰۱۵م زيږديز کال د مارچ ۱۷ مه) د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه لاریون د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د ساتونکو له لوري د تاوتريخوالو ډکو کړنو په باب شوی وو، چې اوس هم دوام لري.

له لاریونوالو یو تن جمعه مراد له سلام وطندار سره په ټېلفوني خبرو کې وویل، چې د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي له څو کالو راهیسې د (شيرين بویه) په نوم ګياه راټولولو لپاره د ترکمنستان پورې غاړو ته ځي.

دوی وايي، چې د دواړو لوريو د پوله ساتو ځواکونو له لوري له وهلو او ټکولو سره مخ کېږي.

ښاغلی مراد وايي، چې پر همدې دلیل سلګونو تنو لاریونوالو د قرقین ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړه.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، تر هغه چې یې مسولان غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

خو عبدالرحمان محمودي د جوزجان مرستیال والي سلام وطندار ته وویل، چې د په لاریونوالو کې وسله وال مخالفان هم موجود وو.

ښاغلي محمودي وویل، چې د ستونزې په اړه د یوې حل لارې په پيدا کولو بوخت دي.

قرقین د جوزجان ولایت هغه ولسوالي ده، چې د امو سیند پر غاړه پرته ده او هر کال د امو سیند په زیاتېدو سره د دغې ولسوالۍ زیاتې کرځمکې هم له ځانه سره وړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام