د جوزجان د منګجيک ولسوالۍ سيمهييز مسوولان سلاموطندار ته وايي، په ياده ولسوالۍ کې طالبانو بازار جوړ کړی چې هره ورځ له ۸۰ دوکانونو ۵۰ زره افغانۍ ټولوي.
د منګجيک ولسوال مطیعالله احسان وايي، طالبانو هغه بازار چې د دولت تر کنټرول لاندې سيمه کې وو وران کړی او هغه يې تر خپلې کنټرول لاندې سيمه کې جوړ کړی دی.
نوموړی زياتوي، سره له دې چې طالبان له يادو دوکانونو پيسې ټولوي په دې ولسوالۍ کې د نشهيي توکيو پېر او پلور هم کوي.
خو د جوزجان امنيې قوندان عبدالواحد وجدان بيا سلاموطندار ته وايي، تراوسه يې په دې اړه چې طالبانو منگجیک ولسوالۍ کې بازار جوړ کړی، دوی ته اطلاع نه ده ورکړل شوې.
د وسلهوالو طالبانو يو وياند ذبیحالله مجاهد بيا د يادو ادعاوو په رد سره وايي چې طالبانو په دې ولسولۍ کې هېڅ بازار نه دی جوړ کړی.