د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي چې نن چهارشنبه د مرکز شبرغان اړوند په بخدي پارک کې را ټول شوي وو، له حکومت نه وغوښتل چې د دغه ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالۍ دې بېرته له طالبانو ونیسي.
معترضانو خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې ونه منل شي، د ولایت او نورو دولتي ودانیو دروازې به وتړي.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکیو نجیبالله او دلبرشاه وویل، د کونډو او یتیمانو په ګډون یې ماشومان او د کورنۍ نور غړي وږي دي او حکومت باید ژر تر ژره له درزاب او قوشتپې ولسوالي نه طالبان وباسي، څو خلک ارام ژوند وکړي، کهنه د حکومت او محلي چارواکیو پر وړاندې به اقدام وکړي.
خو د جوزجان والي لطفالله عزیزي وايي، په درزاب ولسوالي کې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو جګړه د دغې ولسوالي د قومي مشرانو په وړاندیز تر بل امر پورې درېدلې او امنیتي ځواکونه هم له همدې امله له یادې ولسوالي نه را اېستل شوي دي.
د نوموړي په وینا، له ژمي وروسته به په یادو سیمو کې عملیات پیل او له طالبانو به یې پاکې کړي.
د جوزجان والي زیاتوي، اوس د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له بېځایه شویو کورنیو سره مرستې دوام لري او له سروې سره سم به له هغو کورنیو سره هم مرسته وشي چې تر اوسه ورته مرستې نه دي رسېدلي.
اړوند مطالب:
طالبان د جوزجان ښکلې نجونې په زوره نکاح کوي
د جوزجان مسوولانو د درزاب ولسوالي طالبانو ته پرېښې
طالبان د جوزجان له اوسېدونکیو هره میاشت ۶۰۰ زره افغانۍ ټولوي