د جلال اباد پېښه کې ۳ بریدګر او ۷ امنیتي پولیس وژل شوي

لومړی یوه ځانمرګه بریدګر نن سهار(چهارشنبه) په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ کوڅې ته څېرمه د لوي سرک پرسرد پولیسو یو رنجر موټر په نښه کړ.

وروسته دوه نور برید ګر د پاکستان قونسلګرۍ تر څنګ یوه دولتي مېلمستونه ننوتل او پرقونسلګرۍ یې ډزې پیل کړې.

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې ځانمرګه بریدګرو د پولیسو جامې اغوستې وې  او پرپولیسو یې ډزې کولې.

د جلال اباد ښار یوه رکشا چلونکی اسماعیل دخپلو سترګو لېدلی حال سلام وطندار ته داسې بیان کړ:

«رکشه مې چلوله، په همدې لاره روان وم، چې ناڅاپه ډزې شوې. زما څادر او رکشا هم په مرمیوولګېدل. دلته دعکسرو په لباس کې یو ځانمرګی ولاړ و، چې خلک یې ویشتل .»

له لومړي برید وروسته دوو نورو بریدګرو شاوخوا دوه ساعته له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه. 

د ننګرهار د امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېر زاد د برید له پای ته رسیدو وروسته د پېښې په سیمه کې رسنیو ته وویل «درې ځانمرګي هم له منځه تللي، له ګډو ځواکونو ۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، ۳ ملکي وګړي هم ټپیان دي.»

نوموړی وايي، په دغه برید کې د پاکستان قونسلګرۍ او کارکوونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی.

هاخوا د ننګرهار والي سلیم کندوزي رسنیو ته ویلي، چې ښایي بریدګرو غوښتل پر قونسلګرۍ برید وکړي.   

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی

دغه برید  داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان قونسلګرۍ مېلمستون ته نږدې یوه چاودنه شوې وه، چې چاته پکې زیان نه و ارسیدلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام