د تورخم او سپین‌بولدک لارې پرانيستل شوې

د ننګرهار او کندهار سيمه‌ييز مسوولان وايي چې نن سهار «د حمل ۱۸مه، دوشنبه» د تورخم او سپین‌بولدک لارې پرانيستل شوې او هغه مسافر چې  د پاکستان په پېښور کې بند پاتې دي، کولای شي افغانستان ته راشي.

د تورخم لارې د سکټوري خدماتو رييس فضل‌الربي همیم وايي، ټول هغه مسافر چې  د تورخم له لارې افغانستان ته دننه کېږي، له ۱۴ ورځو تر ۲۱ پورې به په تورخم کې په ځانګړي ځای کې قرنطين کېږي.

له دې سره د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کميسار شریف‌الله غرزی هم سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار د دواړو لوريو د قومي مخورو په منځګړيتوب د سپین‌بولدک-چمن لاره هم پرانيستل شوه.

د نوموړي په وينا، اوس مهال يوازې هغه افغانان له پاکستانه افغانستان ته راتلی شي چې پاسپورټ او ويزه ولري او درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو.

غرزی زياتوي، تر اوسه هم پاکستاني چارواکيو ټرانزيټي کاليو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د کندهار يو شمېر مدني فعالان د ياد ولايت د روغتيايي برخې له کارکوونکيو غواړي چې هغه کسان چې په دې لاره افغانستان ته دننه کېږي، بايد سم او په جدي توګه معاينه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم او سپین‌بولدک لارې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يوه مياشت وړاندې وتړل شوې.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه پورې د کورونا ويروس له کبله ۱۱ کسه مړه شوي او ۱۸ نور روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام