د ترور شوي افسر کورنۍ: که دولت اقدام نه کوي، خپله لاس په کار کېږي

نن له غرمې مخکې د فاریاب په مرکز میمنې کې د یو ترور شوي افسر کورنۍ او لسګونو کسانو د هغه د موضوع د تعقیب او عدالت په پار لاریون وکړ.

لاریونوال وايي چې د ترور شوي افسر او د هغه د ورور قاتلان معلوم دي او په منطقه کې اوسېږي، باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ترور شوي افسر پلار محمداشرف وايي چې دوه زامن یې پرون په سیمه کې د یوې غیرمسوول وسله‌وال قوماندان له لوري په میمنې ښار کې ووژل شول. دی له اړوندو ارګانونو د قانوني اقدام غوښتنه کوي او وايي، که اقدام ونه‌شي خپله به لاس په کار شي.

د فاریاب مرستیال والي عبدالمقیم راسخ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني ورته په مستقیم ډول هدایت ورکړی چې د ترور شوي افسر او د هغه د ورور موضوع تر نن ماسپښينه پورې واضحه کړي او بېرته ولسمشرۍ ماڼۍ ته معلومات ورکړي.

ښاغلی راسخ همداراز زیاتوي، دې قضیه په اړه تر اوسه یو تن نیول شوی او د څوو نورو تنو د نیولو په هڅه کې دي.

دا افسر او ورور یې پرون ماښام د میمنې ښار د اتمې ناحیې په سیمه کې د غیرمسوولو وسله‌والو له لوري ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام