د کوچیانو چارو رییس حکمتالله عصمت کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د نفوسو ۱۶ سلنه کوچیان دي؛ خو سیاسي مشارکت کې د دوی د ګډون پر وړاندی پراخ خنډونه موجود دي.
ښاغلی عصمت وايي، سره لهدې چې ولسمشر کوچیانو ته د تذکرو وېشلو او ټاکنو کې د هغوی ګدون لهپاره د سیارو ډلو رامنځته کولو امر کړی؛ خو ځېنو ولایتونو کې کوچیانو ته تذکرې نه وېشل کېږي.
د هغه په وینا، پهدې اړه ولایتونو څخه دوی ته د کوچیانو شکایتونه هم ور رسېدلي دي.
نوموړی له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون غواړي چې کوچیانو ته تذکرې ووېشي او د سټېکر لګولو موده وغځوي.
دی ټینګار کوي، که دې ستونزې ته پام ونهشي، کوچیان به له خپل سیاسي حقه محروم شي چې ناوړه پایلې به ولري.
دا څرګندونې داسې حال کې مطرحېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مهالوېش لهمخې په تذکرو د سټېکر لګولو لړۍ به د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۵ نېټه پای ته ورسېږي.
ولسي جرګه کې د کوچیانو او راستنېدونکیو کمېسیون غړی محمد یوسف صابر وايي، د کوچیانو ستونزې یې چارواکیو سره شریکې کړي؛ خو په وینا، ورته پام نهکېږي.
د ښاغلي صابر په وینا، یو شمېر سیمو کې د کوچیانو پر وړاندې سیاسي چلند کېږي او ځېنې کړۍ غواړي، کوچیان ټاکنو کې له ګډون بېبرخې شي.
د کوچیانو استازي خبرداری ورکوي، که د ټاکنو اړوند د کوچیانو ستونزې حل نهشي؛ پراخ لاریونونه به وکړي.
د چارواکیو په وینا، افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کوچیان اوسېږي؛ خو را روانو ټاکنو کې د ګډون لهپاره د څه باندې یو لک کوچیانو په تذکرو سټېکرې لګول شوېدي چې غوڅ اکثریت یې د راییو له ورکولو محروم دي.