د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معینت وایي، د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم یوازې هغه کسان کولای شي، د دوی په اړوند ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي چې په تخنیکي برخو کې د زده کړو لېوالتیا ولري.
د تخنیکي تعلیماتو معین راحیل محمد فورمولي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، هغه کسان چې په کانکور ازموینه کې پاتې راځي او له علاقې پرته د لوړو زده کړو وزارت له خوا دې معنیت ته د ورپېژندل کېږي ښوونیزو بنسټونو ت به یې جذب نه کړي.
فورمولي وايي، دغه زده کړیلان له دوو کلونو تحصلي دورې وروسته د پوهنتونونو په نورو څانګو کې ځانونه شاملوي او پر وینا یې، زیاتره هغه یې په دې شرمیږي، چې د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معینیت له ادرسه د کار بازار ته دننه شي.
د فورمولي پر وینا، د ۱۳۹۶ کال څخه به یوازې هغه کسان په خپلو اړوندو تعلیمي بنسټونو کې نیسي، چې په خپله خوښه تخنیکي زده کړو ته راځي.
په همدې حال کې د پوهنې او روزنې ځینو کارپوهانو د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معنیت له دغه اقدامه هرکلی کوي.
د پوهنتون استاد سیدجعفر احمدي وایي، دغه ګام به د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د راتلونکي له پاره ګټور وي او همدا راز، هغو کسانو له پاره چې غواړي عملي کار وکړي کېدای شي، ښې لاس ته راوړونې ولري.
د احمدي پر وینا، که چېرې د تخنیکي برخې لېواله کسانو له پاره په جلا توګه کانکور جوړ شي ټول هغه کسان چې توان ولري کولی شي په اسانۍ سره جذب شي او په مستقیمه توګه د افغانستان د کار بازار ته دننه شي.
د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معنیت په ټول هېواد کې په ۲۹۴ ښوونځیو او انسټیټونو کې په ۶۸ بېلابېلو حرفوي برخو کې زده کونکو ته زده کړې ورکوي.