د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تاجکستان وېزو بیې څو برابره لوړې شوي چې دوی یې د ورکولو توان نهلري او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.
تاجکستان سره د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د لارې لرې والي او مواصلاتي لارو نهموجودیت له کبله د تاجکستان له لارې د هېواد نورو سیمو ته تګراتګ کاوه.
د یادو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، مخکې د تاجکستان وېزو بیې له ۷۰ تر ۸۰ ډالرو وې، خو اوس دا وېزې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ ډالرو پلورل کېږي چې دوی یې د اخیستو توان نهلري.
د بدخشان دوه اوسېدونکي اجمل دروېش او سرور احمدي وايي، د تاجکستان وېزو د بیو لوړوالي د تخار، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي اندېښمن کړي او د دې لامل شوی چې یوشمېر ناروغان روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکړي.
خو د بدخشان والي احمدفیصل بېګزاد په دې ولایت کې د تاجکستان کونسلګرۍ جوړول مهم او د خلکو لهپاره اسنتیا بولي او وايي، هڅه کوي چې اوسنۍ ستونزې حل کړي.
د نوموړي په وینا، خلک د وېزو اوسنۍ لوړې بیې ورکولی نهشي او هڅه کوي چې د بیو راکمولو په اړه یې له تاجکستاني چارواکیو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته حل لارې ولټوي.
موږ هڅه وکړه چې پهدې اړه بدخشان کې د تاجکستان کونسلګرۍ د چارواکیو نظر هم واخلو، خو هغوی پهدې اړه خبرو کولو ته حاضر نهشول.