«د بیان ازادي او د رسنیو لاسته‌راوړنې باید د سولې قرباني نه‌شي»

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تراوسه د افغان سولې پروسې په روانو خبرو اترو کې د بیان ازادي او د رسنیو لاسته‌راوړنې نه‌دي یادې شوې او باید ورته پام وشي.

په‌دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د قطر په پلازمېنې دوحې کې پرله‌پسې شپږ ورځې خبرې وشوې چې د شنونکیو په اند د پام وړ پرمختګ په‌کې شوی دی.

 خو مجیب‌ خلوتګر اندېښنه ښيي چې ګنې د سولې په روانو خبرو کې د بیان ازادي یا رسنۍ څنډې ته شوي او په وینا یې په هغې سوله کې چې دا دواړه ارزښتونه ځای و نه‌لري، د منلو نه‌ده او د سولې تر هوکړې وروسته باید د رسنیو اړوندو بنسټونه ته په‌دې اړه ضمانت ورکړل شي.

د نی اداره ټینګار کوي چې د سولې په اړه هغه جزیات چې د یاد بهیر د ځنډ لامل نه کېږي، له رسنیو سره شریک کړي او دغه راز د خبریالانو وژونکي او ورسره ناوړه چلن‌کوونکي باید په‌دې پروسې کې و نه بښل شي او حکومت هم ورته پام وکړي.

خو ولسمشر محمداشرف غني چې نن یې د سولې په اړه ملت ته وینا کوله وویل، ملي یووالی، ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتیا، یو قوي مرکزي دولت او د افغانانو اساسي حقونه، زموږ سرې کرښې دي او پر یادو موضوعاتو هېڅ بحث نه‌شي کېدای.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو هېوادوالو او د چارو شنونکیو تر دې وړاندې هم د سولې په روانې پروسې کې د خلکو د اساسي حقونو قرباني کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام