د بګرام له زندانه د ۱۰۰ نورو طالب بندیانو خوشې کېدل او د طالبانو نارضايتي

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دا شمېر بندیان، عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتو خوشې شوي دي.

وروسته تر هغې چې طالبانو د ۵ زره طالب بندیانو د نه خلاصېدو په اعتراض کې خپله تخنیکي ډله له کابله قطر ته وغوښته، افغان دولت د بندیانو د ازادولو بهیر په پړاوونو سره پیل کړ.

۱۰۰ طالب بندیان تېره ورځ او ۱۰۰ يې هم نن د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان خوشې شول.

د ملي امنیت شورا په یوه بیانیه کې ولیکل چې خوشې شویو بندیانو قسم کړی چې هېڅکله د جګړې ډګر ته نه ورګرځي او همداراز بندیان د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست له لوري بایومټریک شوي دي.

خو ولې د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ اختلاف لا هم شته دی.

طالبان تل ټینګار کوي چې د هغوی ۵ زره زندانیان باید دوحه کې د شوې هوکړې له مخې خوشې شي او دې وروستیو کې کابل کې د هغوی تخنیکي پلاوي بګرام زندان نه د دغې ډلې د ۱۵ لوړ پوړو غړيو  پر خوشې کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حاکمیت د وخت لوی څارنوال جلال الدین شینواری سلام‌وطندار ته وايي، اوس مهال د طالب زندانیانو خوشې کول د افغان حکومت په خوښه دی او طالبان دغې تګلارې سره موافق نه دي.

د هغه په وینا، که افغان حکومت د اسلامي امارت ۱۵ لوړپوړي غړي خوشې کړي، د طالبانو فني پلاوی به بېرته کابل ته ستون شي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، افغان حکومت هڅه کړې چې د سولې خبرو بهیر اوږد کړي او زياتوي چې د محمد اشرف غني محاسبه دا ده چې دغه بهیر تر څلور پنځو کلونو پورې وغځوي.

د سعیدي په وینا، د هېواد وضعیت مطلوب نه دی او دغه سیاست به د جګړې زیاتېدو لامل شي.

د افغانستان لپاره د سولې راوړلو هوکړه د تېر کال د حوت میاشتې په لسمه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ملا برادر له خوا لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې، باید د راتلونکو خبرو بهیر تسهیل لپاره، د افغان حکومت له خوا ۵ زره طالب بندیان او د طالبانو له خوا د افغانستان زر بندیان د تېر کال د حوت میاشتې تر شلمې خوشې شوي وای، خو تراوسه داسې نه دي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام