د بښنې نړيوال سازمان: افغان حکومت دې د بنديانو په خوشې کولو کې ښځو ته لومړيتوب ورکړي

د بښنې نړيوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د بنديانو خوشې کولو کې دې ښځو ته لومړيتوب ورکړل شي.

ياد سازمان د بندیانو خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني د فرمان پلي کیدو د سمدستي اقدام غوښتنه هم وکړه.

ولسمشر غني د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دوه اوونۍ وړاندې د ښځو په ګډون د ۱۰زرو  زيانمنو شويو بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ. د بښنې نړيوال سازمان وايي چې تر اوسه پورې ياد فرمان په بشپړه توګه نه دی پلی شوی.

ياد سازمان نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کورونا ويروس له چټک خپرېدو سره په زندان کې د ياد ويروس د خپرېدو وېره ډېره ده چې ښځې په کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

دوی وايي، د افغانستان زندانونو کې خلک ډېر دي او امکانات يې کم دي او دې ته په کتو يو شمېر ښځې له خپلو اولادونو سره په زندانونو ګې دي چې بايد ښځو ته لومړيتوب ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام