په پام کې ده، چې د بنګلهدیش په کوربتوب ۴م پړاو سوداګریزو ۲۰ اوریزه "بي، پي، ایل" کرکټ سیالیو اتله لوبډله نن په ډاګه شي.
د دغو سیالیو په رسمي ویبپاڼه کې لیکل شوي، چې سبا ورځې په وروستۍ لوبه کې به د شکیبالحسن په کپتانۍ کی ډهاکه ډینامیټیس د ډیرن سمي په کپتانۍ کې له راج شاهي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
سیالۍ به نن د افغانستان په وخت ماښام ۴ بجې او ۴۵ دقیقې دبنګلهدیش په پلازمینه (شیربنګله) کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چی ډهاکه لوبډلې په لیګ سیالیو کی لومړی مقام ګټلی وو او په لومړۍ ټاکنیزه سیالۍ کی بریا سره (فاینل) ته رسیدلی ده.
دغه راز راج شاهي بیا په لیګ سیالیو کې څلورم مقام ګټلی وو، چې په حذفي لوبه کې يې د نبي عیسیخیل په شتون کې چټاګانګ لوبډله او په دویم پړاو ټاکنیزه لوبه کې یې خولنا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سبا ورځې اتلولۍ ګټلو لپاره یې فاینل ته لاره ومونده.
د افغانستان څخه یواځې محمد نبي عیسی خیل په شتون کې چټاګانګ لوبډله له لومړي پړاو څخه دویم پړاو ته رسیدلې وه خو هلته یې ماتې وخوړه.
د بنګلهدیش سوداګریزی ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د لومړي ځل لهپاره په ۲۰۱۳ م ز کال کې پیل شوی، چې تراوسه ۲ ځلې ډهاکه ډینامیټس او ګلډیټرز او یو ځل کومیلا ویکټورینز لوبډلې اتلولي ګټلې ده.
د بنګلهدیش په ۴م پړاو سوداګریزو کرکټ سیالیو کې ۳ افغان لوبغاړي محمد نبي عیسیخیل د چټاګانګ، شهزاد محمدي د رانګپور رایډرز او راشد خان ارمان د کومیلا ویکټورینز لوبډلی په ګټه سیالۍ ترسره کړي او د ټولو بهرنیو لوبغاړو په ډله کې د خپلو لوبډلو په ګټه ښه وځلیدل.
نبي عیسیخیل په ۱۹ ویکټو مخکښ بالر، شهزاد محمدي په ۳۵۰ منډو مخکښ بیټسمین او راشد خان ارمان په ۱۳ ویکټو د خپلې لوبډلې په ګټه مخکښ بالر وو.