د بلخ پوهنې ریاست د ښوونکیو ۷۳ میلیونه افغانۍ پوروړی دی

د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ ځېنو ښوونکیو د ولایت مقام مخې ته اعتراضي غونډه کې وویل، د ۱۳۹۶ کال لیندۍ میاشتې معاشونه یې نه دي ورکول شوي.

اعتراض کوونکي وايي، د بلخ په پوهنې ریاست کې د اداري فساد او وظیفوي غفلت له امله د ۱۲ ښوونځیو د ښوونکیو معاشونه تراوسه ورکول شوي نه‌دي.

د محمد محسن په نوم یو ښوونکي وویل، د پوهنې ریاست ورته ویلي دي چې د لیندۍ میاشتې د معاش په بدل کې دې د غبرګولي میاشتې له معاشه تېر شي.

ځېنې نور بیا وايي چې د پوهنې رییس د اعتراض کوونکیو ښوونکیو په مقابل کې مسلحانه برخورد کړی دی او په بې احترامۍ یې له دفتره ویستلي دي.

د بلخ د پوهنې رییس صبغت الله مستقیم په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړ؛ خو د پوهنې ریاست مالي مسوول سید مسیر وايي، دوی د ښوونکیو د اعتراض موضوع د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې ده خو د مالیې وزارت د نه همکارۍ له امله تراوسه معاشونه نه دي اجرا شوي.

د مسیر په وینا، د پوهنې ریاست د ښوونکیو د معاشونو له کبله ۷۳ میلیونه افغانۍ باقي دی. وايي، یوازې دهدادي ولسوالۍ نه بلکې د ځېنو نورو ولسوالیو د ښوونکیو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

د پوهنې ریاست مالي مسوول وايي، که د ښوونکیو د لیندۍ میاشتې معاشونه په یوځايي ډول ورکړل شي، خو ریاست بیا د ښوونکیو د غبرګولي میاشت د معاشونو ورکړې توان نه لري. وايي، هڅه کوي د ښوونکیو معاشونه په قسط‌‌‌ وار ډول ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام