د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، چې په ډنډ غوري سیمه کې د خورشید ۲۰ پوځي عملياتو په ترڅ کې۸۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د چارواکو په وينا، د دغو وژل شويو او ټپيانو په منځ کې " پهلوان مشهور په سړي خور، نازک میر او حاجي میر " په نومونو هم شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د بغلان په ډنډ غوري کې یاد پوځي عمليات له تېرو ۹ ورځو راهیسې دوام لري، چې د طالبانو ۳ مشهور قومندانانو په ګډون ځينې پاکستانیان هم وژل شوي.
سره له دې، چې ۹ ورځې وړاندې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې وسله والو طالبانو د برق یوه پایه په بمونو الوځولې وه، درې ورځې وړاندې يې یوه بله پایه هم ونړوله.
د بغلان والي عبدالستار بارز د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په ډنډ غوري سیمه کې کلابند شوي دي، خو عمليات ځکه په بیړه نه شي ترسره کېدی، چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو په کورنو کې مورچلې جوړې کړې دي.
چارواکي وايي، چې دغه عملیات تر هغه دوام وکړي، ترڅو بغلان په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
بارز زیاتوي، چې د سيمې خلک له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي او ځينې د خلکو د پاڅون کوونکو په چوکاټ کې له طالبانو سره په جګړه اخته دي.
له بل لوري ځينې مدني فعالان بیا د ډنډ غوري په عملیاتو کې د ملکې تلفاتو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د دغو جګړو له امله په لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ښځو چارو یو تن فعاله نادره نهرین وال سلام وطندار ته وویل، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې زیات غیر نظامیان ښځې او ماشومان دي.
نهرین وال زیاتوي، چې په ډنډ غوري کې له طالبانو سره د پريکړه لیک له لاسلیکېدو وروسته دوی مورچولونه جوړ کړي او اوس يې تصفیه د حکومتي ځواکونو له پاره هم په یوه لویه ستونزه بدله شوې.
هغه زیاتوي، که چېرې دولت په ريښتیا هم غواړي، چې د طالبانو اډې له منځه یوسي، نو باید له ناټو ځواکونو مرسته وغواړي او د ځمکې او هوا له لارې يې نابود کړي.
ځينې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګني د سرحدونو او قبایلو وزیر ګلاب منګل شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې له وسله والو طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې يې دواړه خواوې نه شي کولی، چې پر یو بل برید وکړي او په بدل کې ګلاب منګل د بغلان ډنډ غوري سيمه وسله والو طالبانو ته پرې اېښی دی.
هغه څه، چې په کراتو د ګلاب منګل له لوری رد شوی.