د بغلان ولایتي روغتون چارواکي وايي، شاوخوا دوه میاشتې مخکې ۳ ماشومان چې په شري یا سرخکان اخته وو، د پلخمري په ولایتي روغتون کې د بسترونو کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ډاکټران وايي، د پلخمري ښار ولایتي روغتون د ماشومانو څانګه یوازې ۳۵ بسترونه لري او هره ورځ ۲۰۰ ناروغان ماشومان د درملنې په پاره وروړل کېږي.
د روغتون ډاکټران وايي، دوی اړي دي، په یو بستر کې د څوو ناروغو ماشومانو درملنه وکړي، چې دا چاره ماشومانو ته د ساري ناروغیو لېږد او مړینې لام شوې ده.
د بغلان ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې ډاکټر معراج الدین معراج سلام وطندار ته وویل، د بسترونو کمښت له امله هغه شمېر ماشومان، چې خوارځواکي دي، په شري اخته ماشومانو سره په یو بستر کې یې درملنه کېږي.
دی وايي، په یو بستر کې د څوو ماشومانو درملنې له امله خوارځواکي ماشومان هم په شري اخته شوي دي.
د معراج په خبره، د روغتون مسوولین ناچاره دي، ځینو ماشومانو ته درمل ورکړي او په خپلو کورونو کې د بسترولو توصیه ورته وکړي.
د بغلان ولایتي روغتون ډاکټران وايي، د دغه روغتون ۸۰ سلنه بسترونه عاجلو پېښو قربانیانو ته ځانګړي شوي، خو اوسمهال د ناروغو ماشومانو زیاتوالي له امله عاجلو ناروغانو هېڅ بستر نه لري.
دغه راز د بغلان ولایت له لرې پرتو او ناامنو سیمو روغتون ته راغو میندو هم د ماشومانو د بسترونو کموالي له کبله شکایت کوي او وايي، چې په یو بستر کې د څوو ماشومانو هم مهالې درملنې په خاطر یې ماشومان په بلې ناروغۍ هم اخته شوي دي.
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري د بسترونو کمښت ستونزه مني، خو وايي، چې د ماشومانو درملنې په خاطر جلا ودانۍ جوړه شوې او ډېر ژر به هلته د ماشومانو درملنه پیل کړي.
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په خبره، د دوی ثبت شوي شمېري ښيي، په ۱۳۹۵ کال کې د خوست او فرنګ ولسوالیو زیاتره ماشومان د شري په ناروغۍ اخته وو.
دوی وايي، د غربت او ناامنۍ له امله د دې ولایت اوسېدونکي نه شي کولی خپل ماشومان د درملنې په خاطر نورو ولایتونو ته ویسي.