د بغلان والي عبدالحي نعمتي وايي، چې افغانحکومت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې توان نهلري او خلک دې جرمونه دولتي امکاناتو ته په کتو ترسره کړي.
هغه نن چهارشنبه(جولای ۱۲مه) په بغلان کې د نشهيي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې حکومت په نشو د روږدي کسانو سره د مبارزې توان نهلري، نو ځکه خو په دغه ولایت کې د جرمونو کچه لوړه ده.
نعمتي اندیښنه وښوده، چې بغلان ولایت کې له ولسوالانو او د پولیسو له قوماندانو دا تمه نشته چې په امنیتي وضعیت کې دې بدلون راولي، ځکه په خبره يې هغوی ددې وړتیا نهلري.
«هرې سیمې ته چې لاړ شۍ ولسوال له خپل کوره نه شي راوتلای داسې کسان نشته چې هیله ترې وکړو. کم تر کمه دغه خلک دې خپل جرمونه د دولت له امکاناتو سره سم ترسره کړي او دولت هم په نشو د روږدو کسانو د کنټرول توان نهلري.»
په همدې حال کې د پلخمري جامع جومات خطیب مولوي رباني په دې غونډه کې وویل، چې حکومت بغلان کې په نشو د ۲۰۰ روږدوکسانو د مخنیوي توان نه لري.
د رباني په خبره، یو شمېر کسان په پوځي جامو او تورو شیشو موټرونو کې په نشو روږدو کسانو ته نشهيي توکي ورکوي.