د بغلان د ګذر وکیل له غلو د خلاصون په موخه لوی پُل وران کړی

د پلخمري کارته نو سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د میرعلم په نوم د سیمې ګذر وکیل د غلو د فعالیتونو مخنیوي او له شره یې د ځان خلاصون په پاره د ټولګټو یو پُل ویجاړ کړی دی.

دغه پل د عامو خلکو له لوري جوړ شوی و، چې د ورځې سلګونو کسانو او د ښوونځیو زده‌کوونکو ورباندې تګ را تګ کولو.

د سیمې خلک وايي، د پُل د ویجاړېدو له کبله ښوونځیو او روغتونو ته خلک د تګ را تګ په برخه کې ستونزې سره مخ دي.

خلک وايي، میرعلم په سیمه کې خپل سري او زورواکي کوي او په جبر سره یې د خپلې شخصي ګټې په موخه پُل ویجاړ کړی دی.

د کارته نو سیمې یو تن مشر حاجي محمد محسن وویل، په دې سیمه کې په نهر باندې له لرګیو یو پُل تړل شوی و، چې څو تنه لاندې نهر ته ولوېدل او بلاخره خلکو په نهر باندې یو پُل جوړ کړلو.

دی وايي، نه باید د غلو د فعالیتونو او خپلو ګټو له پاره د ټولګتو پل وړیجاړ کړو، بلکې د غلو د فعالیتونو په اړه امنیتي ځواکونو ته مراجعه وکړو.

د پلخمري د کارته نو سیمې یو بل اوسېدونکی محمد صدیق وویل، د پله په ورانول سره د غلو د فعالیتونو مخنیوي نه کېږي.

د سیمې خلک وايي، ژر تر ژر دې دغه ستونز حل شي او د بغلان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د ګذر وکیل میرعلم وايي، په یوازې ځان یې دغه پل ویجاړی کړی نه دی، بلکې د سیمې نور خلک د پله په تخریب کې ورسره هم نظره وو.

میرعلم وویل، دا یو فرعي پُل و او د سیمې خلک باید ښار او ښوونځي ته د تګ له پاره څو کوڅې مخکې له یو بل پله استفاده وکړي.

نوموړی وايي، دا پُل د دې سبب شوی و، چې غله او اوباشان د دې سیمې خلک وځوروي.

دغه راز د بغلان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست ویاند مهرابالدین ابراهیمي د پېښې په اړه ناخبري ښيي او وايي، دا پېښه به وڅېړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام