عراقي خبري اژانسونه د روسيې خبري اژانس په حواله راپور ورکوي، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادي د زياتو ټپونو له امله و مړ.
دغه رسنۍ ليکلي، چې د داعش پر وړاندې د نړېوال ايتلاف له لوري د هوايي برید له امله لومړی سخت ټپي شو او له څو ورځو وروسته د سوريې په رقه ښار کې و مړ.
يوې امريکايي مجلې هم د بغدادي مړينه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې د داعش ډلې پلويانو اوس د ابوعلا العفري څخه بیعت اعلان کړ.
امريکايي نظاميان او د داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.